fbpx

د دمیاط فتحه

ژباړڼ : هلال مهاجر

کله چې حضرت خالد رض ته د رشید، فوه، محلة، دمیرة، سمنود،جرجة، دمنهور، ابیار، اوبحیرة خلک راغلل د خپلو ښارونو په هکله یې سوله ورسره وکړه وروسته نوموړی د حضرت مقداد (رض) په مشری کې څلویښت سپاره کسان چې د هغه له جملې څخه ضرار، شاکر، نوفل، راحج، عاصم، فارس، عروة، سهل، عمیر، کعب ،سعید، یزید، صعمه، داسې نور ملګری انتخاب کړل امر یې ورته وکړ چې (دمیاط) ته ولاړ شئ دوی د حضرت مقداد په نشرۍ دمیاط ته ولاړل پدې ښارکې د وخت حاکم د مقوفس ماما وو چې دولس زره مسالخ عسکر یې درلودل نوموړی وختي خپله کلا مضبوطه کړی وه د کلابندی اوخوراک سامان یې سره جمعه کړی او تیارکړی وو

ویل کیږي کله چې صحابه پری ورښکاره شول دوی د مسلمانانو لږوالي ته ولیدل ویې خندل او ویې ویل چې د قوم مونږ ته خپل څلویښت تنه جنګیالی رالیږلي زمونږ دښار دنیولو نیت لري دغه څومره عاجز اوکم عقل خلک دي ویل کیږي چې دحاکم مشر زوی چې هریر نومید دنیل په ټولو ښارونو کې یو مشهور او نمتو سپور وو

دحاکم او بادشاه د ده په زوړه ورتوب او پهلوانۍ ډېرباور وو هریره ته هم دوه تنه سپاره هیڅ هم نه ښکاریدل دې پهلوان چې کله صحابه ولیدل چې په دومره لږ شمیرکې دي په داسې حال کې ددوی مخې ته ورغلی چې دجنګ په الاتو ښه سمبال وو او د مبارز غوشتنه یې وکړه حضرت ضرار بن ازور یې مقابلې ته وراغی او حمله یې پري وکړه په نیزه یې وواهو او قتل یې کړ د دمیاط په نورو جنګیالیو يې هم برید وکړ د ښار تر دیوالونه پوری یې شاته وتمبول
داسې کاری اوڅپانده برید یې په وکړو لکه اور لمبه چې وچو ازاړو لرګیوګډه شي لښکر فنا ورڅخه وغوښته اوځان یې شاته کړ

د مقوقس ماما د وخت حاکم چې (بامرک نومیده) په نوموړی د زوی مړینه ډېره زیاته درده ونکی اوسخته تمامه شوه خپل د دولت اعضا او اراکین راوغوښتل دا دوی یو هوشیار او پوهه سړی چې دوی په رایه ډېر باور درلود هغه یې راوست ورته یې وویل اې پوه اوعالم شخصه د همدې عربو په اړه مونږ ته څه مشوره راکوې عالم ورته وویل اې بادشاه عقل هغه جوهر ده چې هیڅ قیمت نلري څوک چې خدای ج پرې موزین کړي هغه ته یې د نجات لار هم ښودلې ده او د ګټې لورته یې لارښونه ورته کړې ده دا دوی قوی بیرغ تر اوسه ټیټ څوړ شوی نه ده اوشاته نه دې تمبیدلي ښارونه یې فتحه کړل خلک یې محکوم کړل اوشهرت یې ترلاسه کړ سترنوم یې وګټی

هرچاوپیژندل اوخبره یې هرځای چلیږي ددوی دعوت په ټوله ځمکه را وګرځیدهیڅوک ددوی په وړاندې خنډنه شول اونه یې ماتي ورکړه مونږ هم دشام ترلښکرونه یو نومیالي نه موښاردادوی په پرتله مضبوط دی دهمدې قوم مرسته کیږي اوبریالي دي خدای ج شته زړه سواندي هم دي له دوی سره دسولې خبرې وکړئ دوی هیڅکله داسې ژمنه نه ده کړې چې بیایې وفانه وی پرې کړې

نوربیا

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

مهاحر صاحب ، الله چ دی اجرونه درکړی . ستاسی دغه قیصه د نن یوویشتمی پیړی د طالب مجاهدینو سره کټ مټ ورته والی لری یو ګروپ ( سره د دی چه شمیر یی په زرونو او لکونو دی ) د ټول نړیوال کفر سره چه نه یی شمیر ، نه یی جنګی روزنه نه یی وسلی ، نه یی وسیلی ، نه یی میدیا ، نه یی اکمالات او استخبارات او …. یو هم یو له بله سره حتی د مقایسی وړ نه دی لکه یوه سیند چه د بحر سره مقایسه کوی ممنکه نه ده . او حتی… نور لوستل »

نا پيژاند
میلمه
نا پيژاند

الله پاک دې مهاجر او چا چې دا ساﺉټ خالص کړﺉ الله دې په لاسو برکت واچوی

نا پيژاند
میلمه
نا پيژاند

الله دې نور توفیق هم درکړی