رسول الله صلی الله علیه وسلم د غیر مسلمانانو په آند (٨٧برخه)

لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر

پروفيسريوشيدي کوسن داسلام په هکله وايي:

زه ډېر حیران شوم چې کله مې په قرآن کریم کې حقایق ولیدل، هغه حقایق چې د ستورو، سیارو او کهکشان په هکله دي، تراوسه فلکې علماء په دې نه دي توانېدلي چې په داسې حقایقو باندې پوه شي، موږ د کائناتو په ډېره وړه برخه باندې پوهیږو او بس؛ دا ځکه چې د تلیسکوپ (دوربین) په مرسته سره موږ کولای شو چې د اسمان ډېر لږ شیان ووینو، د ټولو کائناتو خو امکان نشته او بل لور ته د قرآن کریم په لوستلو سره مې خپله لاره کائناتو ته پیداکړله.

پروفيسر آرمسټرانګ د اسلام د حقانيت په هکله وايي:

زه دې ته حیران شوم چې څنګه قرآني ایاتونه له اوسني علم الفلکیاتو سره سمون خوري، په قرآن کریم کې داسې حقایق شته چې ډېر حیرانونکی دي او داسې ډېر څه پکې هم شتون لري؛ چې تر اوسه انسانان پرې نه پوهیږي، زه د ټول بشریت استازی نه یم، چې پرېکړه وکړم، خو ویلای شم چې د قرآن کریم حقایق د اسماني اجسامو او سیارو په هکله هېښوونکې دي.

دپروفیسرارمسټرانګ څخه ډېری پوښتنې وشوې، چې یوه پوښتنه دا وه :

همدا اوس چې کوم نوي آلات او فضایي بېړۍ تاسې لرئ او پکې تللي یاست او دا فلکیات مو پخپله مشاهده کړي دي، تاسې څه نظر لرئ چې کومو آیاتونو چې ۱۴۰۰ کاله مخکې د فلکیاتو په هکله څه ویلی دي دا څنګه پرتله کوﺉ؟

ددې سوال ځواب په داسې لنډ وخت کې څه مشکل کار دی، دا ځکه چې وخت ته پوره اړتیا لري، زه په دې حیران یم چې ۱۴۰۰ کاله مخکې وړاندوینې او زما اوسني مشاهدات څنګه پرتله کړم، خو حقیقت دا دی چې دا هرڅه سره ورته دي، او دا هم درته وایم چې زه څه وایم هغه ډېر روښانه دي، دا چې ساینس به دا هرڅه مني، دا د راتلونکو تجربو او وخت خبره ده۔

نور بيا

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د