fbpx

په ماشومانو سلام اچول

دکتور کفایت الله وردګ

ماشومان زمونږ راتلونکی دی هغوی باید په نېکو اخلاقو وروزل شي له هغوی سره داسې رویه وشی چې هغوی یې له مشرانو څخه زده کړي ماشومان زمونږ له خبرو او نصیحت نه لږ شی زده کوي او زمونږ له عملونو څخه ډېر څه زده کوي ، کله چې زمونږ په کورونو کې په سمه توګه مونځ کیږي نو زمونږ ماشومان هم په جای نماز و دریږي او په هغه ډول حرکات کوي لکه چې مونځ کوي ، کله چې زمونږ په کور کې د قرآن کریم تلاوت کیږي نو زمونږ ماشومان هم قرآن کریم ته داسې کیږي لکه تلاوت چې کیږي ، هغه مېرمن چې حجاب آغوندي د هغې لور هم کوښښ کوي او خوښوي چې په ماشوم توب کې حجاب واغوندي ، او ددې په عکس په کومو کورونو کې چې تلویزیون وي ، سیریالونه کتل کیږي ، ډرامې وي نو د هغه کور ماشومان چې کله بهر لوبې کوي د هغوی لوبې هم هغه شان وي لکه دوی چې په سیریالونو کې لیدلی وي نو ددې لپاره چې زمونږ ماشومانو ته اسلامي ادب ور وښودل شي نو چې کله مونږ په داسې ځای کي تیریږو چې هلته ماشومان وي نو هغوی ته سلام اچول هم سنت دي د رسول الله صلی الله علیه وسلم عادت مبارک وو چې هغه به کله په ماشومانو باندې تېرېدلو نو سلام به یې ورباندې اچولو د حضرت انس بن مالک رضی الله عنه څخه روایت دی هغه فرمایي : أَنَّهُ كَانَ يَمْشِي مَعَ رَسُولِ اللهِ صلى الله عليه وسلم فَمَرَّ بِصِبْيَانٍ فَسَلَّمَ عَلَيْهِمْ . رواه مسلم

ترجمه : دی به د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره پیاده روان وو پ ماشومانو به تېرېدلو په هغوی باندې به یې سلام اچولو .

یاد ګېرنه : دا لړۍ مونږ ددې لپاره شروع کړې چې تر تاسې پورې یو سنت در ورسیږي ، که لتاسې نه هېر شوي وی در په یاد به شي ، که تاسې ته په یاد وي ستاسې لپاره به تکرار شي او که ستاسې نه وو زده دا به ستاسې لپاره نوي او مبارک معلومات شي د صدقه جاریه په نیت یې له خپلو ملګرو سره شریکول او ثواب ګټل یې ستاسې کار دی .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د