نظــر

اوریا خبره خلاصه کړه!

زه تل وایم، چې د ټاکنو په نامه دې د افغان وژلو پروسه پر موږ په زور نه تپي، خو په چا يې منې؟ په کلیو او بانډوکې همدې مفسد رژیم د حزبیانو په مرسته د اربکیانو داسې ډلګۍ فعالې کړې دي، چې خلک يې پر مرګ نیولي او اوس تبې ته په خپله راضي دي. هغوی نه د نړۍ په مفکر کار لري او نه هم د اصلاحات او همپالنې په ډلګۍ! هغوی پرلپسې دغه نارې وهي چې موږ ته دې د انسانیت په شکل کې رالېږل شوي وحشیان نور نه راځي، زموږ په ناموس دې ډله ایز تېري نه کېږي، نورکه په ارګ کې عیسوي مفکر کېني که مرتد ټلوال!

مګر بیا هم لکه څنګه چې د دې دولت بنسټ په افغان وژنې بنا شوی دی، همدا يې خپله ملي دنده ګڼلې ده او پرلپسې لګیا دي، په بېلابېلو تورونو د افغان وژنې پروسه په مخ بیا يي دوی د دې پروسې د پوښلو لپاره تل وسيلې کارولې دي،چې یوه مهمه او پراخ وژونکې وسیله يې د ټاکنو ډرامه ده. دا بې ضمیره بلواکه د ایران او پاکستان ګډوله رژیم چې خپل ځان په اغزنو سیمانو،پنډو دېوالونو او د عامو خلکو په کتاریزو موټرو کې ساتي، د ولس دساتنې انګېزه يې چورلټ بې انصافي ده.

دوی بیا غواړي چې د ټاکنو په نامه په راروانه ډرامه کې د افغان وژنې پروسه د بې ضمیره کرایه شویو ځوانانو په وسله او د ضمیر پلورو ایراني او پاکستاني ایجنټانو خبریالانوپه تبلیغاتو پر مخ بوځي. دوی سر له اوس نه نارې وهي، چې په پلاني ځای کې سل طالبان، په پلاني ځای کې یونیم سل او … له منځه تللي دي، په داسې حال کې چې په سيمه کې پېښه بلکل سرچپه وي. لکه د غزني د ګیلان پېښه.

په هر صورت دوی فکر کوي، چې افغان ولس په دیارلس کاله کې د دوی په څېر درشته خوړله او لا هم د دوی شپږمخيړ چلند نه پېژني.

هغه بله ورځ د سپوږمۍ راډيو په یوه ګردي مېز کې د اصلاحات او همپالنې د ارتداد ډلګۍ یوه غړي فضل الرحمن اوریا په وازکومي اعلان وکړ، چې که يې څوک غواړي کنه، راتلونکې ټاکنې به موږ ګټو.

{dailymotion}x1wtbjx_oria-talking-about-elections_news{/dailymotion}

اوریا داخبره نه کوله، خو ترې وشوه، هغه د افغان دردېدلي ولس سر لا ورخلاص کړ، چې دلته ټاکنې مانا نه لري، بلکې هغه څه به کېږي، چې زور يې غواړي او دا چې نو تاولې د ټاکنو په نامه رایې اچونې ته هڅوي، او بیا لا مزدورو رسنیو ته وايي هم؛ چې د ټاکنو په ورځ د پېښو راپورونه مه خپروئ، ستا له وژنې پرته بله کومه مانالري؟؟؟

اوريا ثابته کړه، چې دلته د ټاکنو په نامه څه شی نه شته، ځکه چې که ټاکنې وای نو دغسې په ډاډ اعلان بیا ناشونی و، ځکه د ټول ولس له ارادې نه اوریا خبر دی او نه هم د ده ټیم، مګر دا چې ده اعلان وکړ، مطلب يې دا دی، چې دوی نه د کندهار د معروف رايې ته اړتیا لري، نه د پکتیا د ډنډې پټان او نه هم د غزني داربکیانو.

سره له دې ځينې ضمیر پلوري لیکوال اوبوخت دي او غواړي چې افغان بې وسه ولس د پښتون او پاړسیوان په نامه په ټاکنو کې ګډون ته وهڅوي، تاجکان خپله ډله ټپوي، چې هلئ خپره د پاړسي اوپښتو ده، او د پښتانه مفکر(!) لارویان بیا خلک پر دې هڅوي، چې ګواکې عبدالله واکمن شي، د پښتو بېخ به ووځي، ماناداچې که مفکر(!) په ارګ ننوت، پښتو به وزرې وکړي(!) په داسې حال کې چې همدامفکر(!) د پښتنو دناموسونو لوټونکي مزاري اومسعود شهیدان بولي. چې هم د شهادت له تعبیر سره ظلم کوي او خپل مفکر توب(!) لا ثابتوي.

کېدای شي راتلونکي ټاکنو د خیبر د فتحې د اسانو دپښو په ګردونوکې، خړې شي، خو بیا هم ولس دې خب روي، چې واکمن انتخابي نه دی، بلکې انتصابي دی.

لیکوال: یوسف خدرخېل

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x