نظــر

تجرید او تدریج

لیکنه: ابو محمد حامد

دوه اصله دوه درسه

که د ګران پیغمبر محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم سیرت ته اجمالي نظر واچول شي نو دا دوه اصله پکې له ورایه څرګند دي هغه په دې ډول چې:

لومړی: رسول الله صلی الله علیه وسلم د خپلې ټولې دعوتي او جهادي مبارزې په لړ کې تدریج په پام کې نیولی د خلکو د اصلاح لپاره تدریجي عمل شوی او بلاخره یې په بشپړ اسلام کې داخل کړي دي، خو تدریج په هره ټولنه کې له صفره د شروع په معنا ندي بلکې په هر ټولنه کې د تدریج د پیل نقطه او مراحل سره په بشپړ ډول توپیر لري، مثلاً په یو کفري ټولنه او هیواد کې د مسلمانې ټولنې او هېواد په پرتله تدریج مراعتول سره تو پیر لري او همدارنګه یو اسلامي هیواد له بل اسلامي هیواد څخه د تدریج د مراعتولو لپاره مختلف دي ، د هرې ټولنې تدریجي مراحل کټ مټ بلې ټولنې ته کاپي کول د منلو وړ ندی مثلاً د مصر په محیط کې د اخوان د تدریج مراحل د افغانستان محیط ته کټ مټ کاپي کول او عملي کول اړین ندی د هر ځای شرایطو، د خلکو علمیت، عقیدوي او فکري پوهې ته په کتو سره باید د تدریج مراحل او د پیل نقط وټاکل شي.

دوهم: تجرید بیا د خوږ لارښود محمد رسول الله صلي الله علیه وسلم د مبارزې یو بل خاصیت او اصل دی،د ګران حبیب صلی الله علیه وسلم په سیرت اجمالي نظر مونږ ته دا هم راښي چې تجرید د رسول صلی الله علیه وسلم د مبارزي یو تکراري پالیسي وه، هغه صلی الله علیه وسلم څو څو ځله د اسلام او خپل دښمنان سره تجرید کړي دي، دا تجرید د مدینې د هجرت په لومړی وختونو کې پیل او د مکې فتحې سره یې پای وموند، محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم لومړی یهود له نورو کفارو څخه د یوې معاهدې په ترسره کولو سره تجرید کړل او د مکې مشرکین یې د حدیبې د صلحې په کولو سره له نورو مشرکینو څخه تدریج کړل او په همدې ترتیب رسول الله صلی علیه وسلم خپل دښمنان د ځان په مقابل کې په مختلفو ډلو سره وویشل.

تبصره:
له پورتنۍ تشریح مونږ دا درس زده کوو چې مسلمان غورځنګونه او مبارز اشخاص باید بریا ته رسېدو لپاره پخپله عملي پالیسي کې همدا دوه ژور اصله حتماً شامل و ګرځوي.

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

حامد صاحب ! ډيره مننه الله ج دی اجرونه درکړی ستاسی په کوچنی لیکنه کی ډیر وزن او زمونږ د پاره د تدریج اصل خو ښکاره وو مګر د تجرید په هغسی مفهوم چه تاسی واضح کړی تر اوسه نه پوهیدلم ، او په ځانګړی دول د حدیبی سوله چه د کابل څو مخی منافقین یی ډ‌یره یادوی د کابل غلامان خو څه د کابل اشغالګرو او بادارانو د شتون د پاره یی د یو ښه ثبوت په ډول کاروی مونږ به کوښښ کولو چه په اړه یی څه ناڅه د منلو وړ څه ووایو مګر زما زړه به اوبه… نور لوستل »

غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

مننه. ښائسته لیکنه ده.
زما په نظر یوه وړوکې اشتباه پکی ښکاری:
د پای لخوا دریمه کرښه د ( تجرید) پر ځای ( تدریج) لیکلی شویدی.
که سم نه یم پوه شوی نو بخښنه غواړم.

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

غلام حضرت صاحب ! په کار خو دا ده چه ستاسی د خطا سمولو ځواب لیکونکی درکړی مګر تر هغی چه ما ارزولی خطا پکی نه ده شوی یوه باریکی شتون لری او هغه دا چه : په اخری دریمه کرښه کی یی یهودان له نورو کفارو تجرید ( منزوی ) کړل ځانله یی کړل یهودانو د مسلمانانو په ضد د نورو کفارو سره د یووالی وسی او هڅی لرلی مګر په دغه تړون تجرید یعنی د نورو کفارو ( عیسویانو او مشرکینو ) څخه د مسلمانانو سره په دغه تړون جلا او ځآنله شول . د لاندی څخه په… نور لوستل »

Back to top button
Close
Close