چي نن نه شي فرض نو کله به فرضیږي؟

ژباړه او زیاتوونه عزام حقاني

وروڼو !
نن ورځ اسلامي امت په داسي حال کې واقع دی چي پخوا یې هیڅ تصور نه کیدی، پرمخ دځمکي یو لویشت ازاد ځای نه لري، ښارونه، وطنونه او هیوادونه یې دطاغوت د پلویانو لخوا غصب شوي، سر ، مال او عزت یې په ډیر ارزانه بیه تر پښو لاندی کیږي، وژل کیږي ، بندي کیږي او بې عزته کیږي، نو چه نن هم جهاد فرض عین نه شي نو بیابه کله فرضیږي،

آیا تر دي به بل لوی ذلت وي؟

ایاتردي به بل مظلومیت وي؟

چي هم محکوم، مغلوب او دکفر ترمستقیم یرغل لاندي یو، او هم مظلومان یو، څه کول لازم دي چي ویې وکړو؟

نو الله جل جلاله هر مظلوم ته د دفاع حق ورکړی، چي له ظالم څخه خپل تلف شوي حقوق تر لاسه کړي،

پر مخ دځمکي الله ته محبوب او غوره بنده ګان مسلمانان دي ، د دفاع داسي لار او فرمول یي ورته په نښه کړي چي په عملي کولو سره یې دعزت لوړو منارو ته رسوي ، چي هغه عبارت له جهاد څخه دی.

نن چي مسلمه امت د کفارو دحملو هدف ګرځیدلی او داسلام په خاوره یې ښکاره تجاوز کړی، الله جل جلاله په ټولو مسلمانانو که نر دي او که ښځه جهاد فرض عین ګرځولی، داسي فرض چي تر لمانځه ، روژې حج اونورو فروضو مقدم دی .

د درې ګونو مذاهبو د امامانو فتوی ده چي کله نفیر عام وشي یعني دمسلمانانو خلیفه جهاد ته دوتلو اعلان وکړي، او یا کفار دمسلمانانو په ځمکه حمله راوړي نوجهاد او لمانځه هیڅ فرق نشته لکه څنګه چي لمونځ فرض عین ده همداسي جهاد هم دی، آن شیخ الاسلام ابن تیمیة رحمه الله وایې کله چي یوکافر دمسلمانانو په ښار باندي حمله وکړي نوپه دي وخت کي وروسته له ایمانه بل ضروري واجب نشته مګر دفاع اوشړل ددي دشمن دا تر ایمان یعني کلیمې وروسته لمړی مسؤلیت دمؤمنانو ده. او همدارنګه په فتاوی عالمګیریه کي علماؤ فتوی ورکړې چي کله په مشرق کي یوه مسلمانه ښځه دکفارو سره بندي شي دمغرب په مسلمانانو جهاد فرض عین دی تر څو چي مسلمانه بندي ښځه یې خلاصه کړې نه وي .

بلکه جهاد هغه وخت فرض عین شو چي کله اندلس د مسلمانانوله لاس څخه ووتی او دکفارو منګولو ته ولوید ، بیاتر ننه پوري او تر هغه به جهاد فرض عین وي څو پوري چه داسلام خاوره دکفارو له نجسو لاسونو ازاده شوي نه وي.

نو کله چي جهاد فرض عین شي نو ترک او وروسته کول یې کبیره ګناه اومرتکب یې فاسق ګرځي.

نو اې مسلمان ځوانانو!

افسوس ستاسو په ژوند چي تاسو ژوندي یاست او مسلماني خوندي د ظالمو صلیبیانو په کرغیړن او وحشي زندانونو کي د شیطان دزامنو رحم او کرم ته پرتي دي،

او هغوی په چیغو چیغو داسلامي نړۍ ځوانانو ته د وامعتصماه! وا حجاجه وا مسلما نعري وهي، او په دي امید دي چي نن یاسبا به زموږ ورونه دغفلت له خوبه رابیداره او ضمیرونه به یې را ویښ شي چي زموږ انتقام د وخت له متکبرینو او ظالمانو واخلي،

خو افسوس خبري نه دي!

چي دمسلمه امت ځوانان جهاد ته دهشت ګردي او مجاهد ته دهشتګر وایې.

آن زیاتره خو یې د همدي کفارو په اشاره دمسلمانانو په وژلو او ربړولو لګیا دي. نو

اې دتجارانو ټولۍ!

ستاسو مالونه دمسلمان تر سر اوعزت عزتمند شول چي تاسو یې دالله په لار کي دمجاهدینو په تجهیز نه مصرفوی؟
اې ډاکټرانو !

راشئ مجاهدینو ته قسم په الله

زخمي مجاهد له معمولي زخمه شهید کیږي او دعلاج څوک یې نه وي،

او انجینرانو!

تاسوبه څه وخت دالله د دین لپاره کار کوی راشئ د مجاهدینو سره د وسلو او موهماتو په جوړولو کي مرسته وکړی .

راویښ شئ اې په غفلت کې ویدو ځوانانو دښمن د خپلې باطلي عقیدې او دین د خوراوي لپاره له زرونو کیلو متره لري مسافې څخه راغلی تر څو خپل باطل او تحریف شوي دین خدمت وکړي، او ته په خپل کور کي په باطلو پلمو ځان یوې او بلي خواته کوې،

نو زه اطمنان درکوم اې غولیدلې ځوانه چي همدایې اصلي زمانه ده!

قاضي عياض رحمه الله خپل کتاب(شفا)کي دا حديث راوړي

حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم فرمايي((لا يزال الجهاد حلوا خضرا ماقطر القطر من السما وسیاتي علي الناس زمان يقول فيه قرا منهم:ليس هذا بزمان جهاد فمن ادرک ذالک الزمان فنعم زمان الجهاد قالوا یا رسول الله او احد يقول ذلک؟قال:نعم من لعنه الله والملائکةوالناس اجمعون))

ژباړه:هميشه به وي جهاد خوږ او تر تازه ترڅو پوري چي راڅاڅي يو څاڅکی له اسمان نه ژر دی چي را به شي په خلکو باندي داسي يوه زمانه چي وايي به علما ددوی دا زمانه د جهاد نه ده پس چاچي وموندله دغه زمانه پس همدا ډيره ښه زمانه د جهاد ده صحابه کرامو وویل اې د الله ج رسوله صلی الله علیه وسلم ايا يو کس به دا خبره کوي؟ حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم وفرمايل هو دابه هغه کس وي چي لعنت کړی پرې الله جل جلاله ملائکه او ټولو خلکو

يقينا نن سبا هماغه زمانه راغلې چي اهل قرا(علماء) يې اخته دي او وايي چي نن سبا جهاد نسته

خو له دې حديث شريف څخه راته معلوميږي چي يقينا همدا يې زمانه ده او همدا يې ډيره ښه زمانه ده.

داسلامي نظام په هیله

مأخذ ۱ في الجهاد فقه واجتهاد / للامام الشهید عبدالله عزام / ص/۲
۲جهاد ته به کله ځې / محمد عبدالوکیل / اپلیکشن

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالولی (فهیم)۰
میلمه

آفرین ۱۰۰۰۰۰ کرته آفرین د طالبانو د تحریک په سرښندونکو مجاهدینو دی ته وایی جهاد دیته وایی قربانی پداسی حال کی چی ټوله نړی د کفر د اشغال لاندی شوی ده او دوی اوس هم خپلی مبارزیته ادامه ورکوی او د اوور سره لوبی کوی دیته وایی جهاد دیته وایی مقاومت که هره بله ډله وای نو د شیطانی امریکا سره به یی دومره مقاومت نوکړی لکه چی د امارت مجاهدینو وکړ دوی ځکه پدی مقاومت کی بریالی دی چی لاره او مرام یی سپیڅلی دی او انشاالله چی بریا هم د دوی په برخه ده او بریاته نژدی شوی… نور لوستل »