افغانستان

کندهار: چارواکو په خبریالانو معلوماتي سرچينې بندې کړې دي

په کندهار کې ځینې خبریالان شکایت کوي، چې په یاد ولایت کې د پېښو اړوند ورسره چارواکي مرسته نه کوي او په خبره يې معلوماتي سرچينې يې پرې بندې کړې دي. دوی وايي چې چارواکې نه غواړي د دولت د نیمګړتیاوو راپورونه دې خپاره شي او له قوله يې په کندهار کې خبريالي له سپکو سپورو، ګواښونو او تهدیدونو سره مله ده. په کندهار کې ځوان خبریال صدیق الله افغان په خپله فیسبوک پاڼه کې لیکي، چې په کندهار کې چارواکي غواړي چې یواځې د دوی د لاسته راوړنو انعکاس به ورکول کېږي، بس.

افغان لیکي: «که په کندهار کي خبريالي کوې، نو سپکي سپوري، تهديد، ګواښونه او نور به زغمې. د دولت لاسته راوړنو ته به انعکاس ورکوې، خو که دي د زرګونو منفي نقطو څخه د يوه لږ څېړنه پيل کړه، نو په ستونزو کي به غرق شې.»

د افغان په خبره په کندهار کې هره ورځ دولتي امنيتي مسوولین په چاودنو او بریدونو کې وژل کېږي، خو خبريال يې د خپرولو حق نه لري، هغه وايي: «په کندهار کي هره ورځ چاودني، ځانمرګي او وسله وال بريدونه کېږي، پوليس پکښي وژل کېږي، خو خبريالان خبر نه سي خپرولاى، دولت ټولي معلوماتي سرچيني پرې بندي کړي او که څوک د نورو لارو د معلوماتو موندلو هڅه وکړي، جواب يې په سپکور سپورو دى.»

تر دې وړاندې هم یاد خبریال په خپل فیسبوک دېوال ليکلي و، چې په کندهار کې د دولت مخالفین خبریالانو ته دومره ګواښونه نه متوجه کوي، لکه پخپله دولتي مسوولین.

د کندهار د خبریالانو اړوند هغه وخت د خلکو پوښتنې او شکونه راوپارېدل کله چې په یاد ولایت  کې د اتمې حوزې پخواني آمر جاجو د یوې پېغلې شاعرې ـ مینه انتظارـ سره ناوړه چلند وکړ او هغې  د قضيې د سپیناوي په تمه په کندهار کې مېشتو خبریالانو باندې غږ وکړ، خو چا يې وانه ورېدل.
تر دې وړاندې هم په ننګرهار، خوست او غزني کې د خبریالانو د تهدید راپورونه ورکړل شوي وو.

دا په داسې حال کې دی، چې په ځینو نورو ولایاتو کې د چارواکو او خبریالانو ترمنځ د همکارۍ ژمنې شوې دي، چې په پکتیکا او غزني کې يې د مېلمستیاوو په پلمه ناستې هم ترسره کړې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x