د وسله وال مقاومت د سولې د پیغام هرکلی

دوکتور محمد عثمان تره کی
١٥/٠٢/٢٠١٧
فرانسه

’’ امریکا ولس ته د اسلامي امارت لیک ‘‘ ( ١٤/٠٢/٢٠١٧ ) تر سرخط لاندې د طالبانو تحریک په افغانستان کې په تیرې اتکل یوې نیمې لسیزه جګړه حقیقتونه په صداقت ، قاطعیت او دیانت په داګه کړیدې . لیک ته په حقه د سولې یرغل ویلي شو چه په کې د اوږد مهاله تحمیلي جګړې تریخ حقیقتونه څرګند او د سولې اړتیا په کوته شویده. د طالبانو په پرانیستې لیک کې امریکا ولس چه د جګړې د ځینو ناوړو حالاتو نه بیخبره ساتلې شوې، مخاطب دي.

په پیغام کې کله چه وسله وال مقاومت د راتلونکې سوله ایز افغانستان په اړه د بهرنیانوسره په تعامل خبرې کوي ، نرمه دیپلوماتیکه ژبه کاروي. خو کله چه د ترامپ جګړه ایز ستراتژي موضوع منځ ته راځي ، د افغاني مقاومت له لورې جهاد او جګړه د نه ستړي کیدونکې عبادت په بنه مطرح او دشمن له ګواښ سره مخ کوي.

سولې ته لیوالتیا او په جهاد او جګړه کې قاطعیت یوازې یوه مو خه تعقیبوي : ’’ د افغانستان نیواک پاي ‘‘.

امریکا د افغانستان په تپل شوې جګړه کې د ملګروملتونو د منشور، نړیوال قوانین ، د جګړې حقونه او اَن د سیاسي اخلاق د نورمونو نه سرغړونه کړېده. په جګړه کې د حقوقو نه د سرغړونې په اړه په شپارلس کاله کې په کافي اندازه بحث شویدې. خو دلته د سیاسي اخلاق د نورمونو نه د تیري مقصد دا ده چه امریکا په ځمکنېو جګړو د ماتې نه وروسته آسمان ته ختلې ( په واقعیت کې تښتیدلې ) او د اتوماتیکو بی پیلوته الوتکو او بی- 52 په وسیله د طالب ملیشیې سره چه عادي وسلې لري، مقابله کوي. هوایي بمباري دوست او دشمن نپیږني. وچ او لامده دواړه سوزي. د غیر متحاربو خلکو تلفات زیاتوي. په حق دغه جګړې ته باید د حقوق، سیاست،

اخلاق او عدالت د ضوابطو په خلاف ووایو.

افغانان پخپله خاوره کې دیته چمتو دي چه د انصاف او متقابلې ګتې په بنست له نورو هیوادونو سره شراکت ولري. کله چه ګتو ویشل د خبرو او تفاهم د لارې ممکن وي نو خشونت او جګړې ته ځاي نه پاتې کیږي.

د وسله وال مقاومت د لیک د خپریدو وخت د ژوره سیاسي پوهاوي او واقعبینانه درک په بنست تاکل شوې دي :

– د افغانستان په شمال کې د بغاوت څپې مخ په زیاتیدو دي. که د هغه مخه ونه نیول شي د ا احتمال شته چه د سیمې هیوادونه د داعش د ځپلو په پلمه په جګړه کې بربنده لاسوهنه وکړي. یعنې د افغانستان په شمال کې د عراق سناریو تکرار شي : امریکا د تصنعي داعش په ملاتړ او ایران او روسیه د هغه په مخالفت د جګړې نوې جبهه پرانیزي.

– د پښتونخواه پښتنو د پاکستان او امریکا د زور زیاتي او ضلمونو له وجهې نه سرکونو ته وتلې

او د یوه بیسارې ولسي پاڅون له لارې خپلې تاریخي غوښتنې نړیوالو ته وړاندې کړې.

– د کابل اداره د فساد ، اختلاس او سیاسي اختلاف په لمبو کي سوزي.

– د یوناما د نوې احصائیې له مخې په ٢٠١٧ م کال لس زره ملکي تلفات، افغانستان د نړي په کچه یو د خطر نه دک او نا امن چاپیربال بدله کړیده.

افغانستان د اوسني ناورین د وتلو په خاطر یوه پیاوړې مرکزي او ملي واکمني ته اړتیا لري چه په اوسنیو حالاتو کې د خپلې ملي ګتې د دفاع وړتیا ولري. له شکیلاکو ځواکونو سره حساب او کتلب وکړي. د افغانستان بهرني سیاست لمړیتوبونه ( سهیلي آسیا – دیورند هغې خواه یا مرکزي آسیا ؟ ) وتاکي.

وسله وال مقاومت چه د افغانستان خاوره په سلو کې شپیته تر ولکې لاندې لري د یوه مرکزي، پیاوړې، ملي او اسلامي حکومت ستنه جوړولي شي. بناً طالبان حق لري چه د سولې د یرغل له لاري چه په ښه انداز په پرانیستې لیک کې څرګند شوې، امریکائي او ناتو جګړه مار جنرالان عقلانیت ته راوبولي.

’’پایان ‘’

تبصرې (1)

  • ما ډېره هڅه کړېده پوه شم چه څنګه او ولی یو لائیک ( سکولر ) د حقوقو ډاکټر دومره د مسلحانه اسلامی! !! مقاومت!!! سره خواخوږی لری خو ددې کار د رمز په موندلو نه یم بریالئ شوی، البته یو احتمال شته چه فقط او فقط پښتنی روحیه شاید ددې ژور ملاتړ لامل وی. ډېره راته په زړه پوری او سؤال زېږوونکې ده چه یو څوک د طالب د حاکمیت لومړئ او مهم اصل ( د ږیری درلودل) نه منی او د طالب مبارزه تائیدوی.
    لوی او واحد خدای شاهد نیسم چه زه اصلاً د امریکائي فرهنګ او امریکائي تفکر او امریکائي کارنامو څخه کلکه کرکه لرم خو خبره پدې کی ده چه د مقاومت اصالت او حقانیت ته هم هیڅ عقیده نلرم او هغه څوک چه نن د مقاومت پنوم کوم څه تائیدوی هغوی پټ او مرموز اهداف لری،ضمناً پدې پوره باور لرم او په ډېره زړورتیا ویلای شم چه هغه کسان چه مقاومت! تائیدوی په هیڅ صورت حاضر ندی چه د شپاړس اوولس کاله مخکی حاکمی فضاء د زغملو قدرت او اراده ولری یعنی په عین حال کی چه د اشغال ضد او د طالبانو ملاتړی دی د تحجر هم ضد دی چه دا خپله یو ډول ضد او نقیض دریځ ګڼل کیږی.
    خبری خوږې دی او ترخې دی او اوږدې.
    یوه د ترخو خبرو څخه:
    آیا کوم څوک ددې ضمانت کولای شی چه مثلاً سبا ورځ د طالب د حاکمیت په صورت کی د نورو اشغالګرانو او استعمارګرانو مثلاً انګلیس او پاکستانی مُلایانو او جنرالانو پټ او پلید لاسونه زموږ په وطنی لړمون کی ونه ښوری؟ نه! هیڅکله او هیڅوک دا ضمانت نشی کولای.هیڅ څوک دا ضمانت نشی کولای چه سبا به د طالب د احتمالی حاکمیت په صورت کی د مکتبونو او علمی مرکزونو دروازې زموږ د خویندو او وړونو پر مخ خلاصی وی.
    بېله یو اوږد او ستړمن اُوووووووف او آآآآآآآآه بل څه ندی راپاتی.