
پلاره / منیب
رحمت الله منیب
15/02/2018
پلاره په لار وې چې په لار دي کړمه
غزل عزل دي کړم سینګار دي کــړمه
د ښکلاګانـــــــــو او زینت په نــــړۍ
سپېره خــــزان ومه بهار دي کــــړمه
د میني اور کې د تــــــادیب په ګزار
لکه ســـره زر د غاړي هـار دي کــړمه
په اوبه خور د خپل د بدن د خــولو
زه خړه خاوره وم ګلزار دي کـــــړمه
د رژېـــــــدلي ګل د پـــــاڼو په څېر
لکه ګلقند داسي تیــــــار دي کـــړمه
منیبـــه زا وایـــم او زه وایـــم چې
عام لاروی ومه ســــالار دي کــــړمه