افغانستان

ملالۍ جویا: په اشغال شوي هیواد کې انتخابات نه، بلکې انتصابات ترسره کیږي

د ولسي جرګې یوه پخوانۍ غړې په هیواد کې روان انتخابات غولوونکي ډرامه بولي.

ملالۍ جویا وايي چې په داسې حال کې چې یو هیواد اشغال وي ولسمشریزې ټاکنې هیڅ معنی نه لري، او زیاتوي چې دا د نړۍ پرمخ تر ټولو خندوونکي او دروغژن انتخابات دي.

نوموړې وايي:

“د دولتي او غیردولتي نهادونو څخه نیولې تر کاندیدانو او په اصطلاح تحلیلګرانو او د امریکا تر ډالر خورو کارپوهانو پورې ټول دا نغارې ډنګوي چې د انتخاباتو پروسه به د ملت پر مخ د جنت دروازې پرانیزي، په دې لړ کې هغه رسنۍ چې د امریکا لخوا تمویلیږي د عامو اذهانو په مغشوشولو کې تر هر چا وړاندې دي”.

ملالۍ جویا په یوه ویډیويي اعلامیه کې ویلي چې مناسبه دا ده چې په یو اشغال شوي هیواد او فاسد دولت کې دغسې مسخره انتخابات د “انتصاباتو” په نامه ونومول شي، او په وینا يې کاندیدان هغه منفور او تجربه شوي کسان دي چې د کوچني بدلون طمع ترې نه شي کیدی.

“نه دا انتخابات کولی شي د خلکو د رایو واقعي تمثیل وکړي او نه هم د انتخاباتو کمیسونونه خپلواک دي، بلکې دا په کابل کې د امریکا سفارت دی چې له كاندیدانو سره د پردو تر شا د معاملاتو له لارې د ټاکنو په پایلو نفوذ لري”.

نوموړې وايي:

“ما په تیرو ولسمشریزو انتخاباتو کې ډاکټر رمضان بشردوست ته مخکې له مخکې د هغه د ناکامۍ په اړه تعزیت او تسلیت وړاندې کړ ځکه چې امریکا هیڅکله یو پاک او ملي شخصیت ته اجازه نه ورکوي چې ګټونکی شي که څه هم د خلکو د اکثریت رایې ورسره وي، ما هماغه وخت په یو اشغال شوي هیواد کې انتخابات یوه ډرامه بلله خو بشردوست له ماسره موافق نه وه او د انتخاباتو په شفافیت یې باور درلود”.

ملالۍ جویا وايي:

“خو بشردوست د پخوانۍ تجربې څخه په استفادې دا ځل مخکې له مخکې له انتخاباتو سره پریکون اعلان کړ او ویې ویل چې ګټونکی به هغه څوک وي چې سپینه ماڼۍ یې وغواړي، په دې انتخاباتو کې رایه زمونږ ده خو انتخاب د اوباما دی”.

نوموړې وايي:

“ترڅو چې یو هیواد استقلالیت ونه لري هیڅکله په کې د شفافو انتخاباتو طمع نه شو کولی، هغه څه چې نن ورته انتخابات ویل کیږي په اصل کې د امریکا د یو مزدور ګوښه کیدل او د بل مزدور ګومارل کیدل دي”.

ملالۍ جویا وايي چې په ۲۰۰۹ کال کې کرزی د ۱.۵ میلیون جعلي رایو سربیره ګټونکی اعلان شو، او له انتخاباتو وروسته د سي آی ای پخواني رئیس او د امریکا د دفاع پخوانی وزیر  (رابرټ ګیټس) په خپل کتاب کې په انتخاباتو کې د امریکايي مقاماتو لاسلرنه افشا کړه او دا یې په ثبوت ورسوله چې زمونږ د ملت رایو په انتخاباتو کې هیڅ ارزښت نه درلود.

د ملالۍ جویا په باور په تیرو ۱۳ کالو کې انتخابات د “اشغالګرو” لپاره په یوه داسې حربه بدل شوي چې خپل نامشروع حکومت ته پرې د مشروعیت رنګ ورکوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x