fbpx

د رسنېو سرخط د طالبانو لیک

یاسر افغان

طالبانو درسنېو له لارې امریکایي ولس ته له واقعتونو اوحقائقو ډک لیک استولئ یاد لیک چې پکې تر ډیره حقائق راسپړل شوې ټول ټال په څو صفحو مشتمل ده اوپه ګڼو ژبو ژباړل شوی اوپه نړیوالو رسنیو کې یي په پراخه کچه انعکاس مندلې.

یاد لیک چې هر اړخیز مؤثریت پکې موجود ده داڅو ورځوکې دنړیوالو رسنېو دسرټکی ګرځېدلي اوپه پراخه کچه کتل شوې.

یاد لیک په خورا دقیت سره لیکل شوې اودمخاطبېنو لپاره قانع کوونکی ځوابونه پکې درج شوې ، دیادلیک خلاصه داده چې امریکاېي اشغالګر دې له ګرانه افغانستانه ووځې او او ولس کلن اشغال ته دې دپای ټکی کیږدې افغانان هیڅکله له جګړې نه ستړی کېږی دخپل وطن داشغال ازادي استقلال لپاره هر رنګه قرباني ته تیار دی.

که ټرمپ سلګونه ستراتیژۍ اعلان کړی دجګړې له لارې بری نشي مندلي بلکې دتیرو په څیر به له ماتی سره مخ کېږی ښه به دا وی چې امریکاېي اولس خپلو مشرانو ته قناعت ورکړی او له افغانستان خپل عسکر وباسی.

د طالبانو استول شوې لیک په ځینو اشغال خوښو بدي اغیزي کړی ډیرو لږو دګوتو په شمیرو کسانو پخپلو ګوډو ماتو تبصروکې دطالبانو دیادلیک اړوند غبرګون ښودلي او سپکی سپوری کاروي ځکه داشغال په شتون کې ددوي ګټی نغښتی دي.

دامریکا لپاره دافغانستان صفیر محب خان په خپل ټویټر لیکلی چې امریکایي اولس ته دطالبانو لیک دطالبانو دماتې اوشکست په معناده اوداهر چاته تر لمر روښانه ده چې افغانستان کې ماتې چا خوړلي اوڅوک ېي خوري.

دغه راز دناټو ویاند چې دامریکایي اولس استازې توب هم نشي کولي دطالبانو دلیک په غبرګون کې ویلي چې له هغو ډلو سره هیڅ سوله نکوی چې په دوی حملي کوی اوترخپل ټول وس طاقت به له طالبانو سره جګړه کوی او ددوی په وینا ځپی به ېي.

دارګ ویاند هم په غبرګون کې ویلي چې دوی دسولې عالی شوری لري له هغه چاسره سوله نکوی ددوی په وینا چې افغانان وژني اودوي دبین الافغاني تفاهم له لارې مذاکرات کوی خو ترهر چا رسیدلي خبر ده چې دارګ واکمنان څومره واک په لاس کې لري.

د طالبانو دیادلیک اړوند ازادي راډیو دپخواني طالب دسولې دیوه فعال غړي اکبر اغا سره مرکه کړي: اکبراغا ویلي چې دطالبانو یاد لیک دسولې لپاره زیاته خوشبیني ښیي او زیاته کړی یي ده چې دامریکایانو د وتلو غوښتنه د طالبانو نه بلکې د ټول عام اولس ده او دا د طالبانو شرط نده بلکې د ټول اولس غوښتنه ده مونږ هرځای ته سفرونه کړي د افغان اولس له امریکایانو سره خورا زیات نفرت لري.

د طالبانون یاد لیک د ټولو افغانانو له دروند هرکلي سره مخ شوی او واړه افغانان سترګی په لار دي چې امریکایي اولس به د خپلو مشرانو د فشار له لارې له ګران افغانستانه خپل پوځونه وباسي او هیواد کې به مو سوله امن راځي…

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د