افغانستان

هرات له ماینونو پاکه سیمه اعلان شوه

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۷ سلواغې، ۱۳۹۶ل): په افغانستان کې د ماین پاکۍ موسسې«هالو ټرسټ» وايي، هرات ولایت یې په بشپړ ډول له ځمکنیو ماینونو پاک کړی دی.

د یادې موسسې ویاند پال مککان وايي، د تېرو لسو کلونو په موده کې یې د هرات ۶۰۰ سیمې چې ۴۰۰ میلیونه مربع متره ځمکه کېده، له ځمکنیو ماینونو او ناچاودېدلي توکیو پاکه کړې ده.

ده وویل، د ماینونو په سیمو کې ۶۰۰۰۰ خلک اوسېږي، چې ډېر یې نوي راستانه شوي کډوال دي.

د پال مککان په خبره، هرات د نورو ولایتونو په پرتله د ماینونو له پلوه ډېر ګواښونکی ولایت و.

د هالو ټرسټ موسسه وايي، له تېرو درېیو لسیزو راهیسې یې د افغانستان ۸۰ سلنه ځمکه له ماینونو پاکه کړې ده؛ خو اندېښنه ښيي، چې اوس هم په ځینو سیمو کې ځمکني ماینونه پاتې دي او په ځینو سیمو کې د ماین پاکۍ موسسې ته د کار کولو اجازه هم نه ورکول کېږي.

په افغانستان کې د ماین پاکۍ موسسې وايي، د طالبانو، حکومت او نړیوالو عسکرو ترمنځ د جګړو له امله اوس هم ماینونه ښخېږي او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړوي.

تېره ورځ یوناما په خپل کلني راپور کې ویلي وو، چې په تېر یو کال کې په افغانستان کې ۱۰ زره ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، چې ۱۸ سلنه د ښخ شویو ماینونو له امله ده.

په افغانستان کې ډېری ښخ شوي ماینونه د پخواني شوروي اتحاد د عسکرو له وخته پاتې دي، چې درې لسیزې وروسته یې هم د افغانانو ژوند ته ګواښ پېښ کړی دی.

اوسمهال په افغانستان کې د ماین پاکۍ بېلابېلې موسسې فعاله دي؛ خو شل سلنه خاوره کې لا هم ماینونه پاتې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x