افغانستان

طالبان: یوناما د ملکي وګړو په مرګ ژوبله کې یو اړخیز قضاوت کوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۷ سلواغې، ۱۳۹۶ل): طالبانو د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه د یوناما د راپور په غبرګون کې ویلي، چې دغه اداره یو اړخیز قضاوت کوي او د بهرنیانو له لوري د ملکي تلفاتو په اړه حقایق نه خپروي.

د طالبانو د ویاند قاري محمد یوسف احمدي له لوري نن ټکی اسیا ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې یوناما په ملکي تلفاتو کې طالبان ۴۲ سلنه او د افغان دولت او امریکايي عسکر یې ۱۵ سلنه ښودلي، خو ملکي وګړو ته ډېر مرګ ژوبله د افغان حکومت او امریکايي عسکرو له لوري اوښتې ده.

«اسلامي امارت د یوناما دغه یو اړخیز راپور په کلکه ردوي، په راپور کې په ښکاره ډول په افغانستان کې د اشغالګرو امریکايي ځواکونو پلو نیول شوی او د هغو په جنایاتو د پردې اچولو هڅه شوې.»

طالبان وايي، امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ستراتېژۍ له اعلان وروسته په ټول هېواد کې د ملکي خلکو کورونه، عامه تاسیسات، مسجدونه، مدرسې، عامه مېشت ځایونه او حتی په بازارونو باندې بمباري شوې او ملکي وګړي پکې وژل شوي، ټپیان شوي او کورونه یې ویجاړ شوي دي.

«نړیوال او افغانان شاهدان دي او امریکايي ځواکونه هم اعتراف کوي چې په تیر کال کې په افغانستان کې امریکايي اشغالګرو تر ۴۳۰۰ پورې هوايي بمونه غورځولي، سلګونه چاپي يې اچولي او هر د عقل خاوند پوهیږي چې په دومره ډیرو بمبارونو کې د خلکو کورونه نړیږي او عام خلک تلف کیږي. »

طالبان وايي، د کابل د حکومت عسکر او په ځانګړي ډول اربکیان په کلیو او بانډو د ثقلیه وسلو او هاوانونو  پرمټ کورونه په نښه کوي او عام خلک وژني.

«له دومره ښکاره جنایاتو او وحشتونو سره سره بیاهم په ټول کال کې امریکایانو ته د ۲ سلنې او کورنیو عسکرو ته د ۱۳ سلنې ملکي تلفاتو مسئولیت راجع کول په ډاګه کوي چې یوناما په ښکاره د خلکو په سترګوکې خاورې شیندي او د امریکايي اشغالګرو او د هغو د مزدورانو پلوي کوي. »

د خبرپاڼې له مخې، یوناما په دغه ډول راپورونو غواړي چې طالبانو پر ضد پروپاګند توکي برابر کړي او د افغانستان د غمیزې اصلي عاملینو ته تبریه ورکړي.

«دا ډول راپورونو کې هڅه کیږي چې د اسلامی امارت د مجاهدینو په وړاندې د پروپاګند توکي برابر شي او د افغانستان د غمیزي اصلي عاملینو اشغالګرو ته چې پوره ۱۷ کاله زموږ په هیواد کې باروت استعالوي او خلک وژني تبریه ورکړل شي. »

طالبانو د یوناما پرونی راپور د استخباراتي کړیو کار بللی، چې د ملکي تلفاتو په اړه یې یو اړخیز قضاوت کړی دی.

«متأسفانه چې په دغه ډول راپور تهیه کولو کې د استخباراتي کړیو او د افغانستان د خلکو د دښمنانو له منابعو څخه استفاده شوی او د اسلامي امارت د ملکي تلفاتو د ادارې راپور ته چې د کال په پای کې په کامله بې طرفۍ او مستندو دلائلو سره ترتیب او نشر شو هيڅ ډول اعتنا نه ده شوی. »

په خبرپاڼه کې راغلي، طالبان د ملکي تلفاتو له حساسې بشري موضوع څخه د پروپاګند او فشار د وسیلې په ډول استفاده کول او د ملګرو ملتونو تر عنوان لاندې دغه راز بې انصافه راپور د محاسیې او تاسف وړ بولي.

تېره ورځ یوناما په کلني راپور کې ویلي وو، چې تېر کال په افغانستان کې لسو زرو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، چې د ۴۲ سلنه مرګ ژوبلې مسوولیت یې طالبانو ته راجع کړی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالولی (فهیم)۰

د امارت مجاهدین دی نه خفه کیږی یونما هم یوه برخه د شیطانی امریکا ده نو کله چی یو اورګان امریکا پوری تړلی وی هغه اورګان به کله حقیقت ووایی لکه چی یو مثال د کابل غلامه اداره ده کله چی ملکی وګړی بمبار کړی بیا وایی چی مونږ طالبان بمبار کړی دی او حقیقت پټوی .یونما هغه شیطان صفته اورګان دی چی هیڅ اعتماد پری کیدی نشی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x