نظــر

حق ويونکو ته د کندهار د چارواکو اخطار

د کندهار د اتمي حوزې امر (جاجو) او د هغه ملګرو په دې خاطر پر له پسې د مرګ اخطارونه راکړي، چي ولي مي د ميني انتظار په ملاتړ په خواله رسنيو کي ليکني کړي دي.

له جاجو، چي اوس هره لار ورڅخه ورکه سوې، هيڅ ثبوت د خپل ځان د سپيناوي لپاره نه لري، نو اوس يې په هغو خلکو پسې را اخيستې چي د ميني ملاتړ کوي.

جاجو د ميني ملاتړو ته زنګونه وهي او د مرګ اخطارونه ورکوي، د دې لپاره چي د ميني له ملاتړه لاس واخلي.

ما ته یې زنګ وواهه، تر ډيرو خبرو وروسته چي د خپل ځان د سپيناوي لپاره يې هيڅ ثبوت نه درلود، نو اخر يې وويل، (ما و تا به يې سره ګورو.)
هغه ما ته وويل چي، زما سره د ميني پر وړاندي ښه ډېر ثبوتونه سته.

زه حيران ځکه يم، چي که جاجو ثبوتونه درلودای، نو اوس بايد مينه د خپل ځان د خلاصون لپاره پر قضايي ارګانونو لالهانده ګرځېدلای. عجيبه ده، جاجو هم دولتي مامور دی، هم ثبوتونه لري، هم وايي چي پر حق يم، نو بيا ولي دومره سرګردان دی.

که رښتيا هم جاجو پر حق وای او ثبوتونه يې درلودای، نو اوس به جاجو په لوړ سر ګرځېدای او مينه به د زندان د پنجرو تر شا ناسته وای. او بله خبره دا چي مينه ستاسي له نظره ورکه نه ده، هغه په ډېره مېړانه په کابل کي درته ناسته ده او خپله قضيه مخ ته وړي او تر دا مهاله بريا هم د هغې ده.
رښتيا يې ويلي، چي لمر په دوو ګوتو نه پټيږي. جاجو! تا ظلم کړی دی، ستا ظلمونه او بې ناموسۍ خلکو ته په اخطار ورکولو سره نه سي پټېدای.
ته بايد محاکمه سې.

شفیع الله وفا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x