fbpx

د استرالیا او نیوزېلنډ لوبه کې یو شمېر نړیوال ریکارډونه جوړ شول

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۷ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د نیوزېلنډ او استرالیا ترمنځ په شل اوریزو لوبو کې استرالیا نیوزېلنډ ته په ۵ ویکټو ماتې ورکړه او د ستر هدف پوره کولو نړیوال ریکارډ یې جوړ کړ.

ننۍ سیالۍ کې نیوزېلنډ لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه او په شل اورونو کې یې د ۶ لوبغاړو په سوځېدلو ۲۴۳ منډې جوړې کړې، ددوی لخوا مارټن ګیپټل په ۵۹ توپونو د ۹ سترو شپږیزو او ۶ څلوریزو په مرسته ۱۰۵ چټکې منډې جوړې کړې، همدا ډول دده سره ستره ملګرتیا کونکي کولن مونرو په ۳۳ توپونو د ۶ شپږیزو او ۶ څلوریزو په مرسته ۷۶ منډې جوړې کړې او استرالیا ته یې د ۲۴۴ منډو ستر هدف وټاکه.

په ځواب کې استرالیا لوبډلې چټکه توپوهنه پېل کړه، چې په پای کې يې ټاکلی هدف ۷ توپونه وړاندې په پنځه ویکټو پوره کړ، او د ستر هدف پوره کولو نړیوال ریکارډ یې جوړ کړ، ددوی لخوا ډیویډ وارنر په ۲۴ توپونو د ۵ شپږیزو او ۴ څلوریزو په مرسته ۵۹ منډې او آرسي شورټ ۷۶ منډې جوړې کړې چې د لوبې غوره لوبغاړی هم ونومول شو.

د استرالیا په دې لوبې سره انګلستان ته یو بل چانس هم وموندل شو، چې دوی به اوس بله سیالۍ د نیوزېلنډ سره ترسره کوي او ګټونکی به یې د استرالیا سره په پایلوبه کې مخامخ شي.

ددغې لوبې لومړی ریکارډ د نیوزېلنډ چټک توپوهونکي مارټن ګیپټل په نوم شو چې نوموړي په شل اوریزو لوبو کې تر ټولو زیاتې (۲۱۸۸) منډې جوړې کړې، چې له دې وړاندې د همدې لوبډلې تېر نامتو چټک او شل اوریزو سپیشلیسټ لوبغاړي برینډن میکولم سره و چې هغه (۲۱۴۰) منډې جوړې کړې وې، مارټن ګیپټل د نیوزېلنډ لپاره تر ټولو لومړی چټکه (په ۴۹ توپونو) سلیزه هم ووهله.

دویم ریکارډ، د نیوزېلنډ لوبډلې د شل اوریزو لوبو سترې منډې جوړول وو، چې په ځوابي لوبه کې د استرالیا لوبډلې په ۱۸.۵ اورونو کې د نیوزېلنډ ټاکلی هدف پوره کړ او (۲۴۵) منډې یې جوړې کړې چې نړیوال ریکارډ شو، همدومره منډې ویسټ انډیز لوبډلې هم د هند په وړاندې جوړې کړې وې، همدا ډول د دواړو لوبډلو مجموعه (۴۸۸) منډې جوړې شوې، او په یوه لوبه کې دویم نړیوال ریکارډ شو، چې له دې وړاندې د هند او ویسټ انډیز لوبډلو ترمنځ (۴۸۹) جوړ شوی و.

دریم ریکارډ، په دغه لوبه کې د شل اوریزو لوبو زیاتو (۳۲) شپږیزو ریکارډ هم مساوي شو، چې له دې وړاندې د ویسټ انډیز او هند لوبډلو ترمنځ جوړ شوی و.

د یادونې وړ د ه چې دغه لوبه د نیوزېلنډ په آکلنډ ښار ایډن پارک لوبغالي کې ترسره شوه، دغه لوبغالی په یوه خوا کې تر ټولو کوچنۍ (۵۱) میټره بونډرۍ لري، همدا لامل دی چې په دې لوبغالي کې د زیاتو شبږیزو وهلو او ستر نه ستر هدف پوره کولو چانسونه وي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د