
د ترکيې يوه پوځي الوتکه نسکوره شوې
نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۷ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د رسنيو د راپورنو له مخې، د ترکيې د پوځ اړوند د يوې تعليمي پوځي الوتکې د نسکورېدو پېښه کې دوه پيلوټان وژل شوي دي.
پېښه نن له غرمې مخکې د ايزمير ولايت د چيغلي په سيمه کې د پوځي الوتکې د تجربوي الوتنې پر مهال رامنځته شوې ده.
د ترکيې پوځ په يوه خبرپاڼه کې، د دو پيلوټانو وژل کېدل تاييد کړي او زياتوي چې الوتکه د پوځي هوايي اډې په درې کيلومترۍ کې لوېدلې ده.
تر اوسه د الوتکې د نسکورېدو لامل نه دی په ډاګه شوی خو د پوځ خبرپاڼه وايي، سيمې ته يې پلټونکې ډله استولې او څېړنې يې پيل کړي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې شاوخوا يوه مياشت مخکې هم د اسپارتا په ولايت کې د دغې هېواد يوې نظامي ترانسپورتي الوتکې سقوط کړی و، چې له کبله يې دوه پيلوټانو او يو تخنيکر خپل ژوند له لاسه ورکړی و.
هغه مهال د الوتکې د سقوط لامل د هوا خرابوالی ښودل شوی و.