
کرېکټ: د زمبابوې په وړاندې مجیب ځدراڼ پنځه لوبغاړي وسوځول
نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۷ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د زمبابوې او افغانستان ترمنځ په څلورمه یو ورځنۍ لوبه کې مجیب ځدراڼ د زمبابوې پنځه لوبغاړي وسوځول.
ننۍ لوبه کې افغانستان یو ځل بیا پچه ونه ګټله خو توپ اچونه کې ښه ثابت شو، او د زمبابوې ټوله لوبډله یې په ۳۸ اورونو کې په ۱۳۴ منډو وسوځوله.
د افغانستان لخوا مجیب ځدراڼ لومړی د پېل دوه غوره لوبغاړي وسوځول چې وروسته یې دوه نور لوبغاړي هم وسوځول او په پای کې یې د خپل لسم اور په پای توپ اخري ویکټه ترلاسه کړه، همدا ډول راشد خان او محمد نبي ۲-۲ او شرف الدین یوه ویکټه ترلاسه کړه.
په ځواب کې تر دې دمه د افغانستان لوبډلې ۳۸ منډې جوړې کړي او هیڅ کوم لوبغاړی یې له لاسه نه دی ورکړی، محمد شهزاد ۲۸ او احسان الله ۶ منډې جوړې کړې دي. دوی ته په ۴۵ اورونو کې د لس ویکټو په لرلو سره ۹۷ منډې پاتې دي.
د یادونې وړ ده چې مجیب ځدراڼ په دې لنډو وروستیو کې د افغانستان لپاره یو شمېر لاسته راوړنې لري، چې تر دې دمه یې په ۷ یو ورځنیو لوبو کې ۱۸ ویکټې ترلاسه کړې دي.