د اسلام اول خليفه ابوبکر صديق رضی الله عنه

abubakr_sadeeqدحضرت ابوبکر صديق رضی الله عنه شخصيت دتعارف محتاج نه دی، ابوبکرصديق رضی الله عنه له رسول الله صلی الله عليه وسلم سره له ماشومتوبه دسفر او حضرملګری وو، کله چې نبي عليه السلام دنبوت اعلان وکړ تر ټولو مخکي ابوبکر صديق رضی الله عنه دا اعزاز تر لاسه کړ چې د رسول اکرم صلی الله عليه وسلم تصديق وکړ، دابوبکرصديق رضی الله عنه په اړه علماء کرام وايي چې:-

افضل البشر بعد الانبياء بالتحقيق

سيدنا ابوبکر صديق رضی الله عنه

ابوبکرصديق رضی الله عنه له رسول اکرم صلی الله عليه وسلم سره دنبوت له اعلان وروسته په هرځای کي ملګرتياوکړه اونه يوازي يې دنبي عليه السلام مالي مرسته وکړه بلکه په هرمشکل وخت کي يې معاون اومرستندويه وو، دهجرت په مهال درسول الله صلی الله عليه وسلم ملګری و، په ټولوغزاګانوکي يې شرکت کړی اوداحقيقت دی چې دنبي اکرم صلی الله عليه وسلم لومړی مشاور وو.

رسول الله صلی الله عليه وسلم يې زيات فضائل اومناقب بيان کړي د ده په اړه يې ويلي چې:-

ابوبکرفی الجنة ( ترمذی )

ابوبکرپه جنت کي ده

اودايې هم فرمايلي:

زماله امت څخه زماپه امت ترټولوزيات رحم کونکی ابوبکرصديق رضی الله عنه دی ( ترمذي )

الله جل جلاله فرمايي :

ثَانِیَ اثْنَيْنِ اِذْهُمَافِی الْغَارِاِذْيَقُولُ لِصَاحِبِهِ لَاتَحْزَنْ اِنَّ اللهَ مَعَنَافَاَنْزَلَ اللهُ سَکِيْنَتَهُ عَلَيْهِ ( التوبه : ۴۰ )

له دووڅخه دوهم چې کله په غارکي خپل ملګري ته ويل، مه خپه کېږه يقيناالله جل جلاله له موږسره دی، بياالله جل جلاله په ده باندي سکينه ( ارام ) نازله کړه.

دجمهورائمه کرامواومفسرينوپه دې باندي اتفاق دی چې په آيت کريمه کي له ( صاحب ) نه مرادابوبکرصديق رضی الله عنه دی.

دعبدالله ابن عباس رضی الله عنهماهم همدغه قول دی.

رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل :

ان من امن الناس صحبته وماله ابوبکررضی الله عنه.

بې له شکه په ماباندي دصحبت ( مجلس ) دحقوقوپه اداکولواودمال په مصرفولوکي ترټولوزيات احسان دابوبکرصديق رضی الله عنه دی.

بيايې وفرمايل :

ولوکنت متخذاخليلاغيرربي لاتخذت ابابکرخليلا ( بخاري ومسلم )

که ماله خپل رب پرته بل څوک په ملګرتوب نيولونوابوبکرصديق به مي ملګری کړی وای.

په بل ځای کي يې فرمايلي :

انت صاحبی فی الغاروصاحبی عل الحوض ( بخاری )

ته په غارکي زماملګری وې اوپه حوض کوثربه هم زماملګری يې.

په جامع ترمذي کي امام ترمذي اوپه تاريخ الخلفاء کي امام سيوطي رحمهم الله دعمرفاروق رضی الله عنه داقول رانقل کړی دی چې ( ابوبکرصديق رضی الله عنه زموږټولوسرداراوله موږټولوبهتردی، رسول الله صلی الله عليه وسلم ته له موږټولوخوږوو، دتبوک غزادرجب په ۹ مه وه، رسول اکرم صلی الله عليه وسلم په دې غزاکي له صحابه کرامونه دچندې غوښتنه وکړه، هرصحابي ددې غزاله پاره دخپل وس مطابق مرسته وکړه، عمرفاروق رضی الله عنه وايي کله چې نبي عليه السلام دمالي تعاون غوښتنه وکړه هغه وخت له ماسره زيات مال وو، ماپه خپل زړه کي وويل چې زه پکې له ابوبکرصديق رضی الله عنه نه وړاندي کېږم هغه دغه موقع ده، زه کورته لاړم اودخپل مال نيمايي حصه مي دنبي عليه السلام په حضورکي پيش کړه.

رسول الله صلی الله عليه وسلم له مانه وپوښتل :

اې عمره ( رضی الله عنه ) دخپل اولادله پاره دي څه پرېښودل ؟ ماځواب ورکړ، اې دالله رسول صلی الله عليه وسلم نيمايي مال مي ستاسوخدمت ته وړاندي کړاونيم مي خپل اهل اوعيال ته پرېښود.

له دې وروسته ابوبکرصديق رضی الله عنه راغی چې څه ورسره وو، ټول يې دنبي عليه السلام خدمت ته وړاندي کړل، رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل :- اې ابوبکر ( رضی الله عنه ) دخپل اولادله پاره دي څه پرېښودل ؟ هغه ځواب ورکړمادهغوئ له پاره الله جل جلاله اودهغه رسول صلی الله عليه وسلم پرېښودل، عمررضی الله عنه فرمايي ماومنله چې زه هيڅکله هم له ابوبکررضی الله عنه څخه سيالي نشم ګټلی.

علامه اقبال دابوبکرصديق رضی الله عنه دغه قول په خپل شعرکي راټول کړی.

پروانے کو چراغ ہے بلبل کو پھول بس

صدیق رضی اللہ عنہ کے لئے ہے خدا کا رسول بس

دپتنګ له پاره چراغ اودبلبل له پاره ګل بس دی

صديق ( رضی الله عنه ) له پاره دالله رسول ( صلی الله عليه وسلم ) بس دی

رسول الله صلی الله عليه وسلم د ۱۱ هجري کال دربيح الاول په ۱۲ مه له دې دنيانه رخصت شو، له نبي عليه السلام وروسته ابوبکرصديق رضی الله عنه خليفه مقررشو.

درسول الله صلی الله عليه وسلم په اخري عمرکي يودروغجن نبي پيداشوی وخوکله چې نبي عليه السلام له دونيانه رخصت شونوخوراډېري فرقې داسلام په خلاف راپورته شو.

له يوې خوادنبوت دروغجن مدعيان و، له دوۍ پرته يوه بله ډله پيداشوه چې زکوة ورکول يې نه منل اوانکاريې ترې کاوه اوله دې سره يوځای يوه بله ډله رامنځته شوه چې له پوره اسلام نه يې انحراف وکړيعني مرتدين و، دغه وخت دابوبکرصديق رضی الله عنه له پاره خوراخواشينونکی و، مګرده له دې فتنوسره په زړورتيا، شجاعت اوخوراځراکت مقابله وکړه.

عبدالله ابن مسعودرضی الله عنه وايي چې :

لقدقمنابعدرسول الله صلی الله عليه وسلم مقاماکنانهلک فيه لولاان الله من علينابابي بکر.

موږدرسول الله صلی الله عليه وسلم له وفات وروسته په داسي حالاتوکي راښکېل وچې که الله جل جلاله په موږدابوبکررضی الله عنه په واسطه احسان نه وای کړی هلاک شوي به وو.

اګرکه په خلفاء راشدينوکي عمر رضی الله عنه زيات شهرت حاصل کړی، لکن حقيقت دادی چې که لوموړي خليفه ابوبکرصديق رضی الله عنه ټول عرب داسلام تربيرغ لاندي نه وای راټول کړي نوعمررضی الله عنه چې کومي لويي کارنامې ترسره کړي هغوئ ته به لاره نه وه هواره شوي. ( صديق اکبر )( مولاناسعيداحمداکبرابادي : ص 11 مطبعه دهلي )

دابوبکرصديق رضی الله عنه دخلافت موده څه باندي دوه کاله وه، اوپه دې لږموده کي چې ده کومي عظيم الشانه کارنامې ترسره کړي، دهغوئ مثال به په اسلامي تاريخ کي په مشکله پيداکېږي.

مولاناطالب الهاشمي مرحوم ليکي چې : ( ابوبکرصديق رضی الله عنه څه دپاسه دوه کاله خلافت کړی ليکن په دې لږوخت کي که سړی دده کارنامې وګوري انسان په يوبيل ډول حيرت کي اچوي، هغه دخپل خلافت ډېره موده له باندينيواوکورنيودښمنانوسره په جګړوتېره کړه، ليکن له دې سره سره دخلافت له نظم ونسق اوامن راوستلونه هم غافله نه و، فی الحقيقت ابوبکرصديق رضی الله عنه دخپل ايماني قوت، تدبراوځراکت، عزم اوهمت په مټ خلافت اسلامي په دومره مستحکم بنيادودراوه چې وروسته پرې دده اولوالعزم ځای ناستي عمرفاروق رضی الله عنه يوسترتعميرودان کړ. ( سيرت خليفة الرسول ص : ص 477 )

دعلم اوفضل په اعتبارابوبکرصديق رضی الله عنه يوجامع الکمالات انسان وو، تفسير، حدث، علم تفسير، علم الانساب، شعروسخن، حکايت، تحريراوکتابت کي يې پوره مهارت درلود.

ابوبکرصديق رضی الله عنه يوه ستره کارنامه دقران کريم راټولول دي، په موطاء امام مالک کي راځي چې : ابوبکرصديق رضی الله عنه زيدبن ثابت رضی الله عنه ته امروکړچې دقران کريم ټول اجزاء راجمع اوپه يوکاغذيې په يوځای کي راټولي کړي، نوزيدبن ثابت رضی الله عنه دغه ترټولوستره کارنامه ترسره کړه.

دابوبکرصديق رضی الله عنه وفات

ابوبکرصديق رضی الله عنه د ۱۳ م هجري کال دجمادی الثاني په ۷ مه ورځ غسل وکړ، هغه ورځ زياته يخه ورځ وه نوځکه په ابوبکرصديق رضی الله عنه تبه راغله اوتر۱۵ ورځوپوري يې دوام وکړ، د ۱۳ هجري کال دجمادی الثاني په ۲۲ مه ورځ چې د دوشنبې ورځ وه دماښام اوماخستن په منځ کي يې خپل روح حقيقي مالک ته وسپارله.

جنازه يې عمرفاروق رضی الله عنه وکړه اودعايشه رضی الله عنهاپه حجره کي درسول الله صلی الله عليه وسلم ترڅنګ دفن شو، دده ټول عمر 63 کاله و.

دابوبکررضی الله عنه دوفات کېدوپه مهال علي رضی الله عنه وويل ( نن دنبوي خلافت لړۍ پرې شوه )

انالله وانااليه راجعون

په اخرکي دابوبکرصديق په ګډون ټولوصحابه کرامواوزمونږاوځان له پاره دوعاوکړئ.

ابوموسی اشعري رضی الله عنه وايي چې مانبي عليه السلام ته دخپل تره ابوعامررضی الله عنه پيغام ورکړنورسول الله صلی الله عليه وسلم لوموړی اوبه وغوښتي، اودس يې وکړاوبيايې لاس پورته کړل اودعايې وکړه چې :

( اې الله ! ابوعامرعبيدته بخښنه وکړه اودقيامت په ورځ يې له بې شمېره خلکودرجې بلندي کړه ) ( صحيح البخاري، المغازي : ص 4323 )

abubakr



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.