افغانستان

د کابل ښار سرتيري بريد د ملي دفاع وزارت لسګونو افسرانو ته مرګ ژوبله اړولې

دوهم تعقيب:د کابل پوليسو وياند حشمت ستانيکزي رسنيو سره په خپلو خبرو کې و ويل، چې نن دوشنبه له غرمې وروسته ۳:۱۵ بجو د ملي دفاع وزارت پر يو موټر چاودنه وشوه.

د ملي دفاع وزارت مرستيال جنرال دولت وزيري رسنيو سره په خپلو څرګندونو کې و ويل، چې دغه چاودنه د کلا زمان خان په سرک بالا کې د ملي دفاع وزارت د عملې پر يو موټر وشوه، چې يو تن پکې وژل شوی او شپاړس نور ټپيان دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد نن ټکی اسيا ته په راليږل شوې خبرپاڼه کې څرګنده کړې چې د صفت الله په نوم د دوی يو تن سرتېري ملګري له چاوديدونکو توکيو ډک د يو موټر سايکل په واسطه د کابل ښار کلا زمان خان سيمه کې د ملي دفاع وزارت د عملې پر کاستر موټر سرتيری بريد کړی، چې له امله د ملي دفاع وزارت لسګونه کارکوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې.

مجاهد وايي، چې کاسټر کې شاو خوا ۴۵ تنه د ملي دفا وزارت افسران سپاره وو.

مجاهد زياته کړه، چې د مرګ ژوبلې په اړه به نور معلومات لږه شيبه وروسته رسنيو سره شريک کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x