fbpx

شهزاد او مجیب افغانستان ته د یو ورځنیو سیالیو لړۍ وګټله

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۷ سلواغې، ۱۳۹۶ل): افغانستان زمبابوې ته په څلورمه یو ورځنۍ لوبه کې د کوم لوبغاړي سوځېدو پرته ستره ماتې ورکړه او د یو ورځنیو سیالیو لړۍ يې پخپل نوم کړه.

د زمبابوې لوبډلې له پچې ګټلو وروسته په توپوهنه کې د افغان توپ اچونکو مخه ونشوه نیولای، او د ایرواین پرته چې نیمه سلیزه یې ووهله پرته هیڅ کوم لوبغاړي ډيرې منډې جوړې نه کړې، او ټوله لوبډله یې د ۱۳۴ منډو په جوړولو وسوځېده.

د افغانستان لخوا مجیب ځدراڼ ۵ ویکټې ترلاسه کړې، چې په غوره توپ اچونه د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو، همدا ډول محمد نبي او راشد خان ۲-۲ او شرف الدین اشرف یو لوبغاړی وسوځاوه.

افغانستان په ځوابي لوبه کې د محمد شهزاد او احسان الله جنت په تخنیکي لوبه ټاکلی هدف پرته له کوم لوبغاړي سوځېدلو پوره کړ، شهزاد ۷۵ منډې او احسان جنت ۵۱ منډې جوړې کړې، او زمبابوې ته یې د لسو ویکټو په توپیر ستره ماتې ورکړه.

د کرېکټ نړیوالې شورا له مخې مجیب ځدراڼ د وقار یونس هغه ۲۸ کلن ریکارډ چې په کم عمرۍ کې يې په یوه لوبه کې ۵ لوبغاړي سوځولي وو مات کړ، اوس مجیب ځدراڼ د نړۍ کم عمره لوبغاړی شو چې په یوه لوبه کې ۵ لوبغاړي سوځوي.

د یادونې وړ ده چې محمد شهزاد د افغانستان دویم لوبغاړی شو چې په یو ورځنیو نړیوالو سیالیو کې یې ۲۰۰۰ منډې جوړې کړې، او په زیاتو منډو جوړولو کې له محمد نبي څخه مخکې شو.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د