د نويو نوکیا راتلونکو ځیرک مبایلونو عکسونه افشا شول

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۷ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د مختلفو کمپنیانو ځیرک مبایلونو په اړه له وخت وړاندې معلومات افشا کونکی ایون بلاس «Evan Blas» نومې کس د نوکیا کمپنۍ راتلونکي ځیرک مبایلونو عکسونه افشا کړي دي.

د نوکیا کمپنۍ دغه دوه راتلونکي نوي ځیرک مبایلونه سیون پلس او نوکیا ون (7plus- Nokia one) دي، چې په مارچ میاشت کې د بارسلونا ښار د مبایل په نړیوال کانګریس  کې یې د وړاندې کېدو امکان دی.

د افشا شوو عکسونه څخه څرګندیږي چې ددې مبایل فینګر پرینټ د شا کمرې لاندې نسب شوی، کورتڼۍ نه لري او مخې او شاته دوه دوه کامرې لري.

د یو شمېر راپورونو له مخې نوکیا سیون پلس مبایل د سنیپ ډراګون ۶۶۰ پراسیسر لري، ورسره ۱۸:۹ ډیسپلی «ښوون»، او دوه کامرې لري چې په کې زییس لینسونه ورکړل شوې دي، همدا ډول دغه ځیرک مبایل به ۴ جي بي ریم او ۶۴ جي بي خپل سټوریج «حافظه» ولري.

د نوکیا سیون پلس مبایل عکسونو افشا کېدو ترڅنګ یو بل ځیرک مبایل چې په مخصوصو ځانګړو به ساده او مناسب ډیزاین لري او بیه به یې هم کمه وي څرګند شو، او اټکل کیږي چې د نورو ځیرک مبایلونو په څېر به دا هم یوه شاته او بله مخکې کامره ولري، همدا ډول به انډرایډ ګو «Android Go» سیستم او د ۵۱۲ څخه تر یو جي بي پورې خپله میموري به هم ولري، او ددې بیه به د سل ډالرو څخه کمه وي چې په ټيټه کچه هېوادونو کې وپلورل شي.

د یادونې وړ ده چې د نوکیا کمپنۍ په ځيرک مبایلونو جوړولو کې له ډيرو کمپنیانو څخه وروسته قدم کیښود، خو په دې وروستیو کې يې د HTC او SONY په څېر یو شمېر نورو کمپنیانو ته ماتې ورکړې ده.

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د