
د برېښنايي تذکرو په اړه د غني اوعبدالله اختلافات لا هم نه دي حل شوي
نن ټکی اسیا ( جمعه، ۲۷ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د ګډ حکومت د لومړي مشر اشرف غني او دويم مشر عبدالله عبدالله ترمنځ لا هم د برېښنايي تذکرو په اړه جنجالونه نه دي حل شوي.
د احوالو د نفوسو د ثبت ادارې غړي پرون ولسمشرۍ ماڼۍ ته ورغلي وو، هلته يې د ولسمشر غني او د هغه د امريکايي مېرمنې بايومټريک اخيستی دی.اشرف غني اعلان وکړ، چې په راتلونکو ورځو کې به د دغو تذکرو وېش پيل شي، خو د ګډ حکومت اجرائيه عبدالله مشر نن په خپلې فيسبوک پاڼې د تذکرو د ويش له نېټې سره اختلاف ښکاره کړی و او غوښتنه يې کړې وه، چې د برېښنايي تذکرو د وېش لړۍ دې وځنډول شي.
د احوالو د نفوسو د ثبت اداره وايي، چې د کابينې او ملي شورا غړي د بايوميټرک لپاره ارګ ته ورغلي دي، خو اجرائيه رياست د بريښنايي تذکرو له وېش سره مخالفت کړی دی او غوښتنه يې کړې، چې د تذکرو د وېش لړۍ دې وځنډول شي، خو د ځنډولو لامل يې نه دی په ګوته کړی.
اجرائيه مشر عبدالله په فيسبوک پاڼې ليکلي، چې د تذکرو د وېش موضوع پراخ بحث ته اړتيالري او بايد له هر اړخيز فکر او بحثونو وروسته په دې اړه ملي اجماع رامنځته شي.
د برېښنايي تذکرو موضوع هم د ګډ حکومت د نورو چارو په څېر له تېرو څو کلونو راهيسې اختلافي ده او د څو ځله ژمنو سربېره هم تر اوسه نه ده حل شوې.
د احوالو د نفوسو د ثبت ادارې وياند روح الله احمدزي ويلي، چې په راتلونکو لنډو ورځو به د بريښنايي تذکرو ويش پيل شي، خو دا لا هم نه ده څرګنده، چې د دغو تذکرو وېش به کله پيل شي.
لعنت پریھودی اوصلیبی ایتلاپ او دھغو پربی ضمیرہ مزدورانو
ماته معلومه ده چه دا دری نیم کاله یی په هغه او دغه بهانو تیر کړو اصلا د پارلمان د غړو سره د امریکا له خوا ژمنه شوی وه چه که د ع او غ د تصدیق او لاسلیک کولو وروسته که پارلمان یی هم لاسلیک کړی سربیره پردی چه هر یو وکیل ته به خپله برخه ډالر ورکول شی د پارلمان کاری دوره به یوه بله دوره هم وغځول شی ، به هماغه کچه چه ع او غ دواړه د همدغه غلامی تړون د لاسلیک کولو د پاره دواړه جمهور ریسان وټاکل شول د پارلمان ته یی هم د… نور لوستل »