نظــر

د بدخشان تاجک طالبان !

د مسلمانانو لپاره دا خو هسې هم یو عادې خبره ده چې د اسلام دښمنان له پیل نه تر ننه پورې په دوی هغه تهمتونه پورې کوي چې تل درواغ وي او هیڅ ریښتینی بنسټ نه لري خو بیا هم دغه د حق دښمنان تل په خپلو دغو درواغو خبرو د دلایلو په توګه ناقص استناد کوي، دغه ناکاره عادت د کفارو لخوا منافقینو ته هم په میراث کې ورغلی دی، دوی هم د هغوی په شکل په مسلمانانو هغه خبرې پورې کوي چې د مسلمانانو په وجود کې نه وي.

د افغانستان د منافقینو له دغو ناکارو عاداتو یو هم دا وو چې د طالبانو اسلامی امارت او جهادي صفوف یې یوازې د پښتنو قومي ټولګی باله، په نورو قومونو کې یې د طالبانو له شتونه مطلق په سپین سترګۍ سره انکار کاوه، دوی پدې ډول غوښتل چې پدې نورو قومونو کې د جهاد برحقه داعیه ژوندې نه شي، د شر او فساد ټغر ته له داخل څخه خطر پیښ نه شي او د ځانونو د فاسدې بقأ لپاره په دغو اقلیتونو کې د غلطو تعصبي او نورو مفکورو په خپرولو او زیاتلو سره د دوی شتون ځنډینی شي، دا چې په شمال کې اکثره اقلیت قومونه دي، لکه تاجک، ازبک، هزاره، ترکمن، ګوجر او پښتانه هم ورسره دي، مګر د روان جهاد په لمړیو او تر ډیره وخته په دغو اقلیت میشته سیمو کې د جهاد روڼ څرک نه تر سترګو کیده، علت یې په دغو اقلیت قومونو کې د ګمراهانو د شمیر ډیرښت او د هغوی قوت وه، د دوی د قومونو د رهبریت کړۍ د یرغلګرو لخوا هغو ګمراهانو ته په لاس ورکړل شوي چې ایماننونه یې د امریکایي ښکیلاک په پښو کې ذبحه کړل او د یرغلګرو په زور یې په قومونو کې د سالمو مؤمنانو دایره را تنګه کړه، د خپلو قومونو اکثره ځوانان یې دجالي یرغلګرو لښکرو ته د خادمانو په توګه وکارل . داسې حالاتو کې ډیره مشکله وه چې مؤمن به ځان او خپله راسخه اسلامي عقیده ښکاره کوله، مګر د اقلیت قومونو یو تعداد مؤمنو ځوانانو د نورو سیمو له مجاهدینو سره جهاد کې برخه درلوده، خو نن الحمدالله د کفري ښکیلاک او د دوی د مزدور ایمان پلورونکي حکومت د قوت او کیفیت دایره د الله (ج) په نصرت او د خورو ورو بریالیو جهادونو د سپیڅلو قربانیو په برکت ډیره شړیدلې ده او دغه اقلیت میشته مؤمن ځوانان نن په جرأت سره په خپلو سیمو کې د عقیدې او فرض عین جهاد په ښکاره کولو سره میدان ته په شدت سره راووتل او د اسلامي امارت د بیرغ لاندې یې د بدخشان د یمګان ولسوالۍ د ګوډاګې حکومت له ناپاکه منګولو آزاده کړه، د اسلام د سپین بیرغ سپینه پاکه کلمه یې د ولسوالۍ په انګړ پورته کړه، دغه تاجک طالب ځوانان د اسلامي امارت مجاهدین دي چې د امیر المؤمنین ملا محمد عمر مجاهد (حفظه الله) د بریالي جهادي صف لښکریان دي.

نن هغو تور زړو کینه کښو حاسدانو او درواغجنو منافقانو ته وایم چې ستاسو هغه درواغ هم په ډير ښکاره ډول رسوا شول چې د اسلامي امارت صفونه او جهاد مو صرف د پښتنو په محوطه کې چاپیره ګاڼه، لدې مو ښکاره انکار کاوه چې د نورو قومونو مؤمنان د طالبانو په صفونو کې شته، خو نن مو څه واوریدل او څه مو ولیدل ؟!!

إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ فَأَصْلِحُوا بَيْنَ أَخَوَيْكُمْ ۚ وَاتَّقُوا اللَّهَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ (الآیه)

ژباړه : مسلمانان سره وروڼه دي، د ورڼو تر منځ صلحه وکړﺉ، له الله (ج) وویریږﺉ تر څو پرتاسې رحم وشي.

دا چې د نړۍ په هر قوم کې ښه او بد خلک وي، خو کله بیا په بعضو قومونو کې نیک ډیر او بد کم، او کله هم په بعضو کې بد ډیر او نیک کم وي، روان جهاد هم په حقیقت کې بعضو قومو پکې ډيره برخه واخسته او بعضو پکې ډيره کمه برخه، مګر هغه کم تعداد مؤمن ورونه هم د ډیر زیات قدر وړدي، الله تعالی دې دغو نورو مسلمانو قومونو ته زیات توفیق ورکړي چې په دغه شرعي فریضه جهاد کې د ایماني رسالت د ادأینې په خاطر په پراخه توګه را ګډ شي، د بدخشان د یمګان ولسوالۍ او نورو سیمو طالبانو ته دې الله متعال ډیر اجرونه او بری ورنصیب کړي او د فتوحاتو لړۍ دې وراوږده کړي، د بدخشاني طالبانو په دې فتحه د مؤمنانو روحونه ډیر خوشحاله شول چې د تاجک مسلمان قوم په منځ کې د مجاهدو طالبانو د جهاد بریالیتوب د کفر او مرتد حکومت په وړاندې ښکاره تر سترګو شو، د اسلامي امارت صفونو او ټولو مسلمانانو ته یې مبارکي وایم، او د اسلام او روان برحقه جهاد منکرینو او تارکینو او هغوی چې په جهاد یې مختلفې درواغجنې او بیبنسټه نیوکې کولې، د ذلت پیغام ورکوم، یوه بله ستره درواغجنه نیوکه یې هم وشړیدله، د ماتیدلو غږ پرې کوم چې د دوی ناپاکه هیلې نور ان شاءالله د ډوبیدلو په لور درمومي. د طالب شاځلمیانو مجاهد ورونه به د الله تعالی په نصرت د هر قوم، ولایت، ولسوالۍ او کلي په منځ کې د متجاوز کفر او مزدور حکومت پر ضد د مجاهد طالب تر څنګ د جهادي برم غږ پورته کوي او د شر او فساد تحمېلي فاسق چارواکي به سره د دوی د کافرو یرغلګرو بادارانو د ناکامۍ او ناهیلي خواته کش کوي.

اللهم انصر المجاهدین فی کل مکان
ـــــــــــــــــ
اسماعیل نثار

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x