fbpx

د ویرات کوهلي مسؤولانه سلیزې سویلي افریقا ماته کړه

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۷ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د هند او سویلي افریقا ترمنځ په شپږمه او اخري یو ورځينۍ لوبه کې هند لوبډلې سویلي افریقا لوبډلې ته د اته ویکټو او اتلس اورونو په توپیر ستره ماتې ورکړه.

د هند لوبډلې لخوا لوبډلمشر ویرات کوهلي یو وار بیا مسؤولانه لوبه ترسره کړه او یوه بله سلیزه یې هم پخپل ریکارډ کې وساتله، چې دده لپاره په یادو سیالیو کې دریېمه او په یو ورځنیو سیالیو کې ټولټال ۳۵مه سلیزه شوه، دا د هند لوبډلې لپاره په سویلي افریقا کې لومړی یو ورځنی سیریز وو چې جام یې وګاټه.

ویرات کوهلي د سویلي افریقا په وړاندې په دغه سیریز کې درې ځل د لوبې غوره لوبغاړي جایزه خپله کړه، همدا ډول یې د یو ورځنیو سیالیو لړۍ غوره لوبغاړي جایزه هم ترلاسه کړه، چې په شپږو سیالیو کې یې په ۱۸۶ غوره اوسط ټولې ۵۵۸ منډې جوړې کړې، او د نړۍ لومړی لوبغاړی شو چې د یو ورځنیو سیالیو په یو سیریز کې له ۵۰۰ پورته منډې جوړوي.

ننۍ لوبه کې لومړی سویلي افریقا توپوهنه ترسره کړه، چې د ټولو لوبغاړو په سوځېدلو یې ۲۰۴ منډې جوړې کړې، په ځوابي لوبه کې د ویرات کوهلي په زړه پورې سلیزې په اسانۍ سره هند لوبډلې ته په ۳۲ اورونو کې بریا ورکړه او یو ورځنیو سیالۍ جام یې وګاټه، ویرات کوهلي په دغه لوبه کې په ۹۶ توپونو د ۲ شپږیزو او ۱۹ څلوریزو په مرسته ۱۲۹ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.

د یادونې وړ ده چې سویلي افریقا لوبډله په ټيسټ لوبو کې هند لوبډلې ته له سختې ماتې ورکولو وروسته له یو شمېر ستونز سره مخ شوه، ددوی د لوبډلمشر «فاف ډوپلیسي» په شمول یو شمېر نور لوبغاړي د ټپي کېدو له امله له سیالیو بهر شول، چې له امله یې ونشو کړای د هند توپ اچونکو او توپ وهونکو پرمخ ځواب ووایي، او همدا ډول یې د یو ورځنیو سیالیو لړۍ په پنځه یو وبایلله.

ددې دواړو لوبډلو ترمنځ به د یکشنبې په ورځ په ۱۸مه نېټه د درې شل اوریزو سیالیو لړۍ هم پېل کیږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د