افغانستان

اسیا پراختیايي بانک له برېښنا شرکت سره ۷۰ میلیونه ډالر مرسته کوي

نن ټکی اسیا ( شنبه، ۲۸ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د برېښنا شرکت وايي، د سرخان ـ پلخمري برېښنا له وارداتي پروژې سره د اسیا پراختیايي بانک ۷۰ میلیونه ډالر مرسته کوي.

د یاد شرکت د ویاند وحیدالله توحیدي په خبره، له ازبکستان نه د ۵۰۰ کیلو واټه د وارداتي برېښنا له پروژې سره اسیا پراختیا بانک د ۷۰ میلیونه ډالرو مرستې ژمنه کړې او دغه پروژه به ډېر ژر پیل شي.

له ازبکستان نه د سرخان ـ پلخمري د ۵۰۰ کیلو واټ برېښنا پروژې هوکړه لیک درې میاشتې وړاندې لاسلیک شوی و؛ خو د مالي امکاناتو د نه شتوالي له امله د دغې پروژې چارې نه وې پیل شوې.

توحیدي زیاته کړه، د دغه پروژې د پیل کولو لپاره له ازبکستان نه یو پلاوی کابل ته راغلی و او د دغې پروژې د پیل کولو فني کارونه بشپړ شوي دي.

د سرخان ـ پلخمري وارداتي برېښنا پروژه له ازبکستان نه د ۵۰۰ کیلو واټه برېښنا د لېږد پروژه ده، چې د افغانستان لسو ولایتونو ته به برېښنا ورکړي.

یاده دې وي، د دغې پروژې د پیل کولو هوکړه لیک د ولسمشر غني او د ازبکستان د ولسمشر ترمنځ لاسلیک شوی و، چې په راتلونکو درېیو کلونو کې به یې چارې بشپړې شي.

افغانستان هر کال ازبکستان، ترکمنستان، ایران او تاجکستان ته ۲۵۰ میلیونه ډالر یوازې د برېښنا بیل ورکوي؛ خو په کور دننه د برېښنا د تولید پراخو سرچینو ته پام نه کوي.

د افغانستان د اوبو، برېښنا او انرژۍ وزارت د معلوماتو له مخې، یوازې کونړ د نیمايي افغانستان اړتیا پوره کوي او که چېرې په دغه ولایت کې برېښنا کوټونه جوړ شي؛ نو افغانستان به له وارداتي برېښنا له احتیاجه خلاص کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x