نظــر

په افغانستان کې د بيان آزادي؛ د انجنير احمد شاه قضيه ژوندی مثال

يو يوناني ليکوال وايي چې د جګړۍ لومړۍ قرباني حقيقت دی، په افغانستان کې حاکمې ميډيا د حقيقت په پټولو او بدلولو کې دا خبره بيخي صدق کوي او دومره افراط په کې دی چې بيخي د حقيقت په نامه څه نه شته. نن سبا د مطبوعاتو د آزادۍ خبرې کېږي، خو دا حربه دومره ضعيفه او غير مؤثره ده، چې نن د تورو غرونو او شنو سيندونو ها خوا شپونکي او بوډاګان چې په عصري خبرو او چلونو يې سر نه دی خلاص، خو پوهېږي چې ميډيا حقيقت نه انځوروي، بلکي کاملا يو طرفه قضاوت کوي او د نورو په خوښه غږېږي.

د افغانستان په راډيوګانو کې ډېره عامه ده، کله چې ژوندۍ خپرونه کې څوک ټليفون وکړي او د دوی د نظر موافقه خبره کوي، دوی ښه وخت ورکوي او لا يې هڅوي، خو که څوک د دوی مخالف نظر وايي، په منځ کې يې ځان وروغورځوي او که دا هم ستونزه حل نه کړي، اړيکه پرې کوي!

هغه څوک چې د افغانستان د ميډيا له حربې او چل سره نه وي بلد او د دوی په څېر خبرونو ته بيخي بل رونګ ورنه کړي، آن که جورنالېزم دوکتورا هم ولري، څوک يې په زر افغانۍ هم په دنده نه ګوماري.

يوه ملګري راته کړه چې د آيساف په عملياتو کې مې د تلفاتو کره او دقيق خبر وليکه، په سبا يې راته وليکل چې رخصت يې!

په ډېرو مثالونو مو سر نه خوګوم، له اشرف غني احمدزي د انجنير احمد شاه احمدزي د حمايت کيسه يې يو ژوندی او تازه مثال دی چې يو وار بيا يې د ميډيا بې پرېتوب تر سوال لاندې راوست.

دوه ورځې مخکې انجنير احمد شاه احمدزی د احمدزيو شورا په نامه غونډې ته چې د اشرف غني احمدزي په کور کې جوړه شوې وه، وربلل شوی و. دغه «شورا» په حقيقت کې د اشرف غني د کمپاين غونډه وه. اصلا خو له مروت او اخلاقو لرې ده چې يو څوک دې د قومي شورا په نامه يوه کمپايني غونډې ته وبلل شي، خو دوی د خپل عادت له مخې دا کار وکړ. بيا انجينير احمد شاه په خپله وينا کې له خپل تېر موقفه تېر نه شو، بلکې يو وار بيا يې پر سولې ټينګار وکړ او پر اشرف غني يې غږ وکړ چې که بريالی شو، بايد له هر څه مخکې د سولې هڅې پيل کړي چې د افغانستان شديده اړتيا ده.

انجينير احمد شاه خپل تېر مواقف په خپل ځای وساتل او هېڅ داسې خبره يې ونه کړه چې له تېر موقف سره يې په ټکر کې وي، نه يې د اشرف غني رسمي ملاتړ وکړ.

خو له غونډې لږه موده نه وه تېره شوې چې له اشرف غني احمدزي، د انجينير احمد شاه احمدزي د ملاتړ اوازې خپرې شوي او ستر دليل يې د اشرف غني تر څنګ د احمد شاه احمدزي تصوير و! لږه موده نه وه تېره شوې چې ځينو رسنيو چې د دقت او معيار دعوه لري، دا خبر خپور کړ!

پژواک خبرې آژانس، سپوږمۍ راډيو او ځينو نورو رسنيو دا خبر خپور کړ، چې وروسته ځينو سايټونو د دوی له خولې دغه خبر نقل او خپور کړ. کله چې خبره له امريکا سره د مخالفت د هډې غړو ته ورسېده، انجينير نظر محمد مطمين لومړی کس و چې دا جعلي خبر يې رد کړ او ويې ويل چې انجينير احمدزي له هېچا حمايت نه دی اعلان کړی، بلکې په خپل پخواني نظر ثابت ولاړ دی.

ژمن خبري سايت له انجينير احمد شاه سره اړيکه ټينګه کړې وه او د سپيناوي غوښتنه يې کړې وه، احمدزي صاحب ياد خبر رد کړی و او يلي يې وو چې د کمپاينرانو ناکامه هڅه ده. دا خبر هم خپور شو، خو کومو رسنيو چې خبر پخوا خپور کړی و، د انجينير احمد شاه مخالفت ته يې هېڅ پام ونه کړ او ونه يې ورسره د سپيناوي له پاره اړيکه ټينګه کړه.

کله چې خبر پټ پاتې شو، احمد شاه احمدزي له آزادي راډيو سره اړيکه ټيڼګه کړه او غوښتنه يې وکړه چې له اشرف غني د ده د ملاتړ په اړه خپاره شوي خبرونه د ده له خولې رد کړي، آزادۍ راډيو په دې پلمه خبر خپور نه کړ چې دوی لومړی خبر نه و خپور کړی! بيا يې له سپوږمۍ راډيو سره اړيکه ټينګه کړه چې دوی خپل خپور شوی خبر بېرته رد کړي او ووايي چې احمدزي د هېچا ملاتړ نه دی کړی، سپوږمۍ د دې له پاره خبر خپور نه کړ چې بايد لومړی پژواک خبر رد کړي، ځکه چې دوی هم له پژواکه اخيستی و! انجينير صاحب د پژواک له مسؤولينو سره هم اړيکه ټينګه کړه، خو دا دی تر اوسه پژواک د جعلي خبر په اړه د ده سپيناوی نه دی خپور کړی! او نه کومه بله سرچينه تلوسه لري چې د ده رد خپور کړي!

کله چې مصداقيت او بې پرې توب تر دې حده له منځه لاړ شي، خلک به څنګه په حاکمې ميډيا باور وکړي. همدا جعلي خبرونه او بې اساسه پروپاګند دی چې نن د افغانستان ډېر نالوستي هم په راډيوګانو باور نه لري او په کوچني چل يې هم پوهېږي.

لیکوال: جاويد غوربندی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x