fbpx

غلیمه / بریالی

شاعر : الحاج احمد (بریالی)

غلیمه غوږ سه خپل ټاټوبۍ خپل واله نه پلورو
په لعنتي ډالر دي نوم دخپل کاله نه پلورو

په ټیټ نظردي زموږ دغره ایمان انځور وانه خست
پر دنګ ګړنګ دخپل بابا نښان دپله نه پلورو

دڅو پلورلو په دوکو نه پرېږدو مېنه ځاني
وینی به درکړو خو رشتیا ایمان دزړه نه پلورو

پر بسم الله مو ټینګېدای نسی لښکر دجالي
دطوفانو په مخکي سد عزم دغره نه پلورو

وږي ویده شو دافعي زهر قاتل نه اخلو
خولن وجود دخپل محنت پرباد ساړه نه پلورو

ریښې ریښې ګرېوان مو نه غواړي پیوند له خاره
ورانه جونګړه د انا پر لاس د غله نه پلورو

په شبګیرو مو سترګو واغوستې ګلرنګه جامې
د باز له ګوتو نه الماس دنوک تیره نه پلورو

د ازادۍ په مینه مست د بریالي زلموټي
دپلونو خاوری دالماسو په تاله نه پلورو

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د