
نن په انځورونو کي
کابل: د دفاع وزارت په بس باندي د چاودني وروسته انځورونه
په کابل کې د طالبانو پر یوه سرتیري برید کې د ځايي چارواکو په وینا د دفاع وزارت دوه تنه ملکي کارکونکي وژل شوي، او ۱۶ تنه نور ټپيان شوي دي.
چاودنه هغه وخت را منځته شول، کله چې یو موټر سایکل د دفاع وزارت د کارکونکو د بس سره وجنګېد.
دطالبانو ویاند وايي چي ددوی یوه سرتیري ملګري چي نوم یې صفت الله وو، دا برید تر سره کړئ.
د نوموړي په وینا چې د چاودني په وخت کې په موټر کې شاوخوا ۴۵ کسان سپاره وه، چي ځیني یې لوړ رتبه افسران هم وه.
ددې پيښي وروستي انځورونه په لاندي ډول دي: