دجال

لیکنه: ابو محمد حامد

د احادیثو مطابق د شیطان تر ټولو ستره فتنه دجال دی، شیطان په د دې فتنې په توسط د خپلې وعدې له مخې خپل ټول کوښښ وکړي ترڅو د رحمان جل جلاله بنده ګان د رحمان جل جلاله له بنده ګي څخه ګمراه کړي.

د دجال د ظهور او له هغه څخه د مخکې پېښېدونکو واقعاتو څخه داسې ښکارې چې دا فتنه ډیره ژر ظاهرېدونکې ده دا ځکه چې د دجال راتګ د یوې سلسلې په نتیجه کې پیښیږي او دا سلسله د حق او باطل یا د اسلام او کفر د کشمکش سلسله ده کوم چې همدا اوس هم جریان لري، په اوسني روان کشمکش کې خامخا د دجال او رحمان لښکرې شته، نو مسلمان ته پکار ده چې د خپلې عقیدې د یوې برخې په توګه د اوسني او راتلونکي وخت د رحمان او شیطان قوتونه وپېژني دا ځکه چې د دجال ټول اوسني او راتلونکي قوتونه بیا د دې فتنې یوه برخه ده، هغوی چې د دجال په مقابل کې د ودریدو اراده او عزم لري باید د دجال په اړه د قران او حدیث په رڼا کې د علماو لیکل شوي کتابونه وګوري او په دې فتنه کې د راګیرکېدو څخه د مخنيوي لپاره د دغې فتنې د رامنځته کولو او له منځه وړلو لپاره کار کوونکي جریانونه او طرفونه و پېژني.

خو یو خبر له ورایه ښکاري هغه داچې؛ هغه څوک چې اوسني کفري قوتونه په لویوالي، قوت او انډیوالي مني او ورته د تسلیمي او غلامي سر ټیټوي نو د دجال خدایي خو به خامخا ومني هغه چې د قوت او دبدبې اندازه به یې په زرګونو چنده له اوسني کفري قوتونو ډیره وي.

الله تعالی جل جلاله نه سوال وکړئ چې الله تعالی جل جلاله مو په دې ستر امتحان کې کامیاب کړي او الله جل جلاله مو دې په خپل قدرت کامله سره د ايمان له زیان څخه وساتي!

آمين يا رب العالمين

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د