fbpx

غم خورم / منیب

شاعر : رحمت الله منیب

سهار غم خورم غرمه غم خورم ماښام غم خورم
په غمونو کې را لـــوی شوم مــدام غم خـــــورم

زمــــــا بدن ته ضـــــــرورت د اوبـــــو نشتـــــــه
بس چې تـــــږی شم د خپلو اوښکو نم خـــــورم

دا دښمــــــن د دښمنۍ په نېت راغــــــــــــــلی
دوست بــه نـــه شي په همدې خبر قسم خـــورم

تداوي د خپل بــــدن لـــــــــره حیــــــــــــران یم
چې د درد لپــــــاره درد لکــــه ملهــــــم خــــورم

وچـــو شونــــډو بانــــــــدي وچي ویني ګــــورې
مــــړاوی ګل یمــــه د ســـرو وینو شبنم خــــورم

څــــه عجیبـه خـــــواخــــواږي لــــــرې منیبــــــه
دوی ګلونــــــه ســـره وېشي او زه بـــــم خـــورم

17/02/2018

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
رحمت الله منیب
میلمه
رحمت الله منیب

ستاسي مطالب (سیاسي ، معلوماتي ، مذهبي ، ادبي ، روغتیایی او نور) ډېــــر په زړه پوري دي او زه یې ډېر په مینه لولم د لا بریا په هیله