افغانستان

تور اوباما، توره شپه او تکرار مسخرې – ذاکر جلالي

 بارک اوباما بیا راپېښه وکړه. د یکشنبې د شپې په تروږمۍ کې د بګرام پوځې اډې ته راغی. دا شاید د ولسمشر کرزي په مشرۍ کې وروستی سفر وي؛ خو دا سفر یې لږ ډېر متفاوت و. نور نو کټ مټ د تېرو سفرونو په څېر، افغان حکومت، د بهرنیو چارو وزارت او نور اړوند چارواکي هغه مهال د دې نابللي مېلمه له راتګه خبر شول، چې ولس د رسنیو له لارې خبر واورېد. اوباما په دې وروستي سفر کې ولسمشر کرزي ته خپل وروسی زور ښکاره او وروستۍ فاتحانه دوره ترسره کړه.

د بګرام پوځې اډې ته په رارسېدو یې خپلو سرتېرو سره وکتل او دوی یې وستایل، چې که تاسې دا جګړه پر مخ بونه ځئ، نو سبا به دا جګړه زموږ دروازو ته راورسي. کوربه کرزي ته، مېلمه اوباما د بګرام د ورتګ بلنه ورکړه! دا یې نو رښتیا هم چې ډېره نادره وکړه. نه یوازې افغانستان کې، بلکې په نړۍ کې او د دیپلوماسۍ تاریخ کې شاید دا «شهکار» ثبت شي، چې یو بهرنی چارواکی د شپې په تیاره کې د کوربه هېواد د چارواکو په ناخبرۍ کې سفر کوي او بیا خپل کوربه د خپلو پوځیانو ځانګړې اډې ته د لیدو کتو لپاره راغواړي. ولسمشر کرزي دا لیدنه رد کړه او د کریم خرم په خبره چې دا د افغانانو رسم نه دی، چې مېلمه ته بګرام ته ورشي! دا ښه دریځ و؛ خو کاش چې دغسې دریځونه له اوله نیول شوي وای. کاش چې د افغانانو رواجونه او رسمونه له پیله درانه تلل شوي وای.

دا ډېر واضح دیپلوماتیک رسم دی، چې د یوه هېواد لوړپوړی چارواکی کله بل هېواد ته سفر کوي، نو د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت مقابل هېواد کې خپل سفارت یا په خپل هېواد کې د مقابل لوري سفارت خبروي او بیا د بهرنیو چارو وزارت خبرېږي او د سفر په ټولو جزیاتو بحث کوي. په بهرنیو چارو وزارتونو کې د تشریفاتو ى رئیس یا Chief of Protocol دنده همدا ده، چې د لوړپوړو چارواکو سفرونه او لیدنې کتنې همغږې کړي. په اوسمهالې نړۍ کې همدا منل شوی رسم او د یوه مقام د سفر تر ټولو مقبول ډول دی. عادي حالاتو کې سفرونه د همدغو چاینلونو له لارې همغږي کېږي.

د اوباما سفر په هېڅ چوکاټ کې نه راځي. د دې سفر یو ډېر روڼ پیغام خو دا دی، چې افغانستان لا هم یو بې‌سرپوښه دیګی او بې‌دروازې کلا ته ورته دی، چې هر څوک، هر وخت او هر ډول وغواړي بې له ډېرو عادو نزاکتونو راشي او بېرته والوزي. اوباما د نړۍ هېڅ بل هېواد ته داسې سفر نه شي کولای. دا افغانستان دی، چې داسې ناپرسانه ورته راځي او ځي. شاید د افغان او امریکايي چارواکو ترمنځ په ځانګړو خبرو اترو کې ډېرې داسې د سپکونو او رټنو حالتونه راځي، چې مسئله رسنیو ته نه راوځي؛ خو دا د اوباما سفر بیا د افغان چارواکو بلکې د ټول افغان ولس داسې توهین و، چې په هېڅ هم نه پټېږي.

نن چې هغه امنیتي سند لا لاسلیک نه دی داسې سفرونه کېږي، که هغه لاسلیک شي بیا خو نو بېخي دغو دیپلوماتیکو نزاکتونو ته اړتیا نه شته. جالبه خو دا ده، چې ډېر تړون پلوو به د ترکیې او نورو هېوادونو مثالونه ورکول، چې هلته هم د امریکا پوځي اډې شته. دوی له دې یا خبر نه دي یا ځانونه نه خبروي، چې په ترکیه کې عادي امریکايي عسکر هم د ترکیې ویزه لري او د ویزې د وخت له پوره کېدو وړاندې یې تمدیدوي. هېڅ امریکايي نظامي مسئول نه شي کولای له نظامي یونیفورم سره له خپلې ځانګړې پوځي اډې بهر ووځي. دا نو اوس افغانستان سره پرتله کېږي؟!

د اوباما اکثر سفرونه افغانستان ته په تروږمۍ کې وي. دا ځل یې هم د تېر سفر په څېر غیررسمي جامې پر تن وې، چې دا په خپله د نه اهمیت او عادي ښوولو یو پيغام دی. د امریکا د دفاع وزیر، چيک هيګل هم په خپل وروستي سفر کې همدا مسخره وکړه. هیګل چې لا ولسمشر نه دی، د دفاع وزیر دی، په تېر دسمبر کې کابل ته راغی، له ملي دفاع وزیر، بسم الله محمدي او د کورنیو چارو له وزیر، عمر داوودزي سره یې وکتل او له کابله پاکستان ته ولاړ. هیګل هم کابل ته د سفر پر مهال، بسم الله محمدي سره ان د رسمي مذاکراتو پر مهال غیر رسمي جامې پر تن وې، مګر کله چې پاکستان ته ولاړ، هلته له نزاکتونو سره سم یې رسمي درېشي پر تن وه!

دغه ډول شپني ناڅاپي سفرونه، دلته خپلو پوځیانو سره کتل، رسمي مذاکراتو کې غیر رسمي جامو سره ګډون او افغان ولسمشر کرزی په پام کې نه نیول ګرد هغه دیپلوماتیکي مسخرې دي، چې په هېڅ بل هېواد کې کله نه دي پېښ شوي. نه افغانستان کله په معاصر تاریخ کې ان د اشغالونو پر مهال دغسې یو سپکوونکي او ځوروونکي حالت سره مخ شوی و.

د خبرې هغه نچوړ دا دی، چې امریکایان کبرجن او ځان ته ډېر غره خلک دي. امریکایان شاید په مذاکراتو کې د نړۍ د بل هر ولس د چارواکو په پرتله بې‌ادبه خلک وي. کله چې د جان کيري او ترکي خارجه وزیر، داوود اوغلو په کتنه کې دروازه کې اوغلو تر کيري مخکې شو، رسنیو کې ډېرې خبرې پرې ځکه وشوې، چې امریکایان ځانونه په اصطلاح کاکه ګڼي او د مخکې کېدو حق د ځان ګڼي. د اوغلو دې کار د ترک ولس عزت او پت ډېر ښه نندارې ته وړاندې کړ.

دغسې بې‌نزاکته کړنې ښيي، چې که امریکایانو سره تړون لاسلیک شو، له ننه لس کاله وروسته به هم د ځان د دفاع شیمه راکې نه وي او د دوی د مسخرو به هسې هم شوي یو. ښه خبره دا ده، بلکې دیپلوماسي همدا تجویزوي، چې همېشه یو هېواد په خپل بهرني سیاست کې یوازې یو انتخاب نه لري. دوی اکثراُ د صفر انتخاب په یادولو فشار واردوي. خو نن وضعیت دا ښيي، چې صفري انتخاب هم زموږ د عزت او پت په ګټه دی هم د امریکایانو د ځاني او مالي تلفاتو په خیر تمامېږي. دغسې حالت کې له یوه هېواد سره اوږدمهال ملګرتیا پای ته رسېږي، یا رسول کېږي؛ نو د بهرني سیاست جوړونکي باید نور انتخابونه ولري، چې کار ترې واخلي. کنه دا نور انتخابونه به تل موږ هم «بدې ورځې» ته ساتلي وي او دا بده ورځ به هم راغلې نه ګڼو.

لیکوال: ذاکر جلالي، کالم: تم شه! – نن ټکی آسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x