لري شه طالبه

مهاجر مدثر

تـــه د تـســـپـو تــار لټـــــــوه زه خو يې ځـــونډی ګــــورم
ښــــــار کــــي د زرګـــرو قــیــمـتي غــونـدي غــمی ګــــــــــورم

حــســـــــــن او اخـــــلاق چـي دواړه غــاړه غــړۍ ووينــــــم
داســـــي راتــه ښــــکاري لکــه کــټ مــټ چه زړګـی ګـــــــــورم

ســـــتـرګـو کي دي يــاره راتــه بـلــه دنیــــــــــــاګئ ښـــــکاري
ځـکه دي بـريـښـــــــــــنـا مـخ تـه جـانانه هـر ګـړی ګــــــورم

ډیــرو تــه بـه زړه ورکــــــــــــــړم او ځـار به شـم لـه ډیـــرو نه
سـخـتـه ده چـي کلـي کـي بــــل تـا غــونـدي سـړی ګـورم

ټـنـــډي نـه دي يـاره بیـا شــــمال پـیـچـکي پــورتـه کـړې
لمــر دی کـه سـپوږمــۍ ده که د دواړو خوږ ورورکی ګـورم

چیرتـه ځـې لــږ تـم شه د پلــو څاک دي در پورته کـړه
خـداي خـبر چـي بیـا بـــه تــا او ‌ژیــړ مـاځیــګری ګـورم

ژر یـې مـــــدثــره غــــــــبـرګ لاســونـه مــخ تــه ونیــــــــــــــــول
لـــري شـه طـالـبـه زه مــي دلـــتـه ورک بـنــګـړی ګــــــورم

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د