
پنټاګون: د افغانستان د جګړې ګټل یقیني نه دي
نن ټکی اسیا ( شنبه، ۲۸ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د امریکا دفاع وزارت په یوه تازه راپور کې ویلي، چې د افغانستان په شپاړس کلنه جګړه کې د پرمختګ څرک نه لګېږي او د افغانستان د جګړې په اړه یې د مهمو معلوماتو پر نه خپرېدو لګول شوی محدودیت د دغې ماتې مخه نه شي نیولی.
د پنټاګون د څارنې ادارې په خپل راپور کې ویلي، امریکا افغانستان ته درې نیم زره اضافي عسکر لېږلي؛ خو افغان دولت نه دې توانېدلی چې د خپلې واکمنۍ سیمه پراخه کړي او امنیتي وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي.
پنټاګون دغه راپور د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او د امریکا د نړیوالو پراختیايي ادارې په ګډه جوړ کړی، د افغانستان اوسنی امنیتي وضعیت خراب بللی او د امریکايي ادارو له لوري یې د افغانستان د جګړې په اړه د حقایقو پر خپرېدو بندیز هم اندېښمن کړي دي.
په راپور کې ویل شوي، افغان دولت ونه توانېده، چې د ۲۰۱۷ز کال تر پایه ځینې سیمې بېرته ترلاسه کړي او نه یې د امنیتي وضعیت په ښه کولو کې کارنده کار کړی دی.
د پنټاګون د راپور له مخې، د ټرمپ د نوې ستراتېژۍ د اعلان وروسته افغان حکومت داسې هیلې وې، چې طالبان به د سولې خبرو ته راضي شي؛ خو د تېر کال د اګسټ له میاستې تراوسه طالبان نه د سولې خبرو ته راضي شول او نه یې په جګړه کې کموالی راوست؛ بلکې جګړه یې نوره هم شدیده کړه.
پنټاګون د افغانستان د جګړې د ګټلو په اړه شک داسې مهال څرګندوي، چې دوه اوونۍ وړاندې بي بي سي په خپله څېړنه کې ویلي وو، چې طالبان اوسمهال د افغانستان پر ۷۲ سلنه خاوره حاکمیت لري.