افغاني سوک وهونکي د روس او سکاټلنډ سوک وهونکو پر وړاندې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۸ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د افغانستان نامتو او مشهور سوک وهونکي محمد مبارز او احمد ولي هوتک په راتلونکې نیږدې کې د روسي او سکاټلنډي سیالانو پر وړاندې سیالۍ ترسره کوي.

د یوه خپاره شوي راپور پر اساس محمد مبارز د ۶ ورځې وروسته د فرورۍ په ۲۳مه نېټه له سکالنډي پیاوړي سیال فینال پر وړاندې په عربي اماراتو کې سیالۍ ترسره کوي.

همدا ډول احمد ولي هوتک به له خپل روسي پياوړي او اتل سیال ستیپانوف سره په همدغه ورځ د مبارزې قفس ته ننوځي او خپله وړتیا به ثابتوي.

مبارز تر اوسه د ازادو مبارزاتو په حرفیي سیالیو کې څوارلس سیالۍ کړي، چې له دې څخه یې نهه ګټلي او څلور یې بایللې دي، د مبارز سکاټلنډی سیال د نړۍ دجودو اتل دی او اووه ځل یې اماتور او اته ځل یې حرفه یي سیالۍ کړي چې تر اوسه ایله دوه ماتې لري.

بل خوا هوتک هم له نولسو حرفه یي او اماتور سیالیو څخه یوازې یوه ماتې لري، نوموړی پخپله کارنامه کې شپږ بریاوې لري، چې دوه ځل یې خپل سیالان ناک اوټ کړي، درې ځل د سب میشن له لارې بریالی شوی، او یو ځل یې د داورانو په رایې سره سیالۍ ګټلې ده.

باید وویل شي چې څه موده وړاندې د افغاني سیالانو (احمد ولي هوتک او محمد مبارز) ترمنځ لفظي شخړه شوې وه چې هوتک مبارز ته د سیالۍ چلینج هم ورکړی و، خو وروسته د یوې جوړې شوې کميټۍ لخوا د دواړو ترمنځ روغه وشوه او ستونزه حل شوه.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان دغه دوه مشهور، نامتو او د ازادو سیالیو اتلان او سوک وهونکي به د فرورۍ په ۲۳مه نېټه په عربي اماراتو کې له خپلو روسي او سکاټلنډي سیالانو سره مخامخ کیږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د