د پاکستان ستراتیژيکه ژورتیا د زرګر په تله کې (لومړۍ برخه)

کالم: زما هم واورئ! – (نن ټکی آسیا) : ستراتيژيکه ژورتیا کومه نوې اصطلاح نه ده. څېړونکي او د تاریخ پاڼې له دې اصطلاح سره بلدې دي. په بېلو پړاونو کې به یې یوازې نومونه بدل وي خو فلسفه یې هم هغه یوه پاتې شوې ده. له پخوا څخه به چې قامونو نور د جګړې پر مټ اېل کول، له هماغه دمه به ځواکونو په خپلو-خپلو لښکرو کې خپله-خپله ستراتيژيکه ژورتیا درلودله.

څوک به پکې په کیڼ لاس کې کمزوري ول، څوک به په ښي لاس؛ چا به بیا خپل دښمن د دوو غرونو ترمنځ محاصره کړ او برید به یې په نطفه کې شنډاوه او چا به خپله ستراتيژيکه ژورتیا په سپرو پوځیانو او په توپونو او منجنیقونو کې لټوله.

هر چا به چې خپله دغه ستراتيژيکي ژورتیا ښه وپېژاندله؛ هغه فوځ او جنرال به بیا په جګړه کې سوبمن و.

په نظامي ډګر کې ستراتيژيکه ژورتیا د دښمن نه د هېواد د کشش ثقل پورې مسافې ته وايي، دغه کشش ثقل نظامي هم کېدای شي، صنعتي امپراتورۍ، کاروباري جالونه، او هډې هم. د نظامي شناندو په اند، څومره چې د دغو دوو ترمنځ مسافه زیاته وي، هومره به د یو هیواد دفاعي تګلاره مضبوطه وي، ځکه دا د مدافع ځواک هېواد  ته لا وخت او پر دښمن د ځوابي برید موقع  ورکوي او دښمن هم دې «کشش ثقل» ته په آسانۍ نشي رسیدلای.

د لنډ تعریف نه وروسته راګرځو د پاکستان ستراتيژيکې ژورتیا تګلارې ته، خو د دې تګلارې شالید شنل به هم بې ګټې نه وي.

د هند لویه وچه، چې کله د درېیم جون پلان مطابق، چې په تاریخ کې د ماونت بیتن د پلان په توګه مشهور دی، پر دوو برخو- — پاکستان او هندوستان— وویشل شوه، نو د افغانستان په ګاونډ کې پاکستان د نړیوالې نقشې پر یوه داسې ځای کې وزیږید چې تر ټولو اوږده پوله یې له یوه داسې افغانستان سره لرله چې د پولې پر دواړو خواو یې افغاني پرګنۍ اوسیدلې، هغه چې له افغانستان سره یې تاریخي، تهذیبي، کلتوري، ژبني او قومي ریښې لرلې.

افغانستان د پاکستان د آزادۍ څخه دمخه له انګلیس څخه غوښتنې وکړې چې د هندوستان د آزادۍ پرمهال دې د پښتنو شتون دې په نظر کې وساتل شي؛ خو کله چې د ۱۴ اګست د آزادۍ خاوند په جوړیدلو کې دغه غوښتنه له پامه وغورځول شوه نو په غبرګون کې افغانستان یو داسې سیاست غوره کړ، چې نه یوازې دا چې د افغانانو وروستۍ څو لسیزې یې د خپلو اغیزو په ولکه کې واخستلې، بلکې دې سیاست افغانستان په یوه اوږده پړاو کې د شوروی په لمن کې وغورځاوه او له هغه ځایه افغانستان د داسې سیاستونو کوربه شو، چې مقتدر یې بیا د سړې جګړې په ټنډې د اجل د داغ په بڼه کې  لیدل کېږي.

پاکستان چې کله وزیږید نو سر له لومړۍ ورځ یې له هند سره د کشمیر پر سر جګړه پېل شوه، په همدې مناسبت چې هند یو ستر هېواد دی او د انګلیس د ځواک میراث یې هم په نصیب دی، او د پاکستان هغه په میراث رسیدلې پیسې هم نه ورکوي، هغه چې مهنداس کرم چند ګاندهي د پاکستان د دې حق لپاره ځان قربان هم کړ، نو پاکستان اړ شو چې د پان اسلامیزم په طرحه کې خپل خوندیتوب ولټوي. په همدې تکل پسې پاکستان غوښتل چې د اسلامي نړۍ یو غورځنګ منځ ته راولي، ترڅو د هندوانو پر خلاف په دې اسلامي هېوادونو کې ستراتيژيکه ژورتیا ترلاسه کړي. خو د دې هڅو په غبرګون کې د مصر ملک فاروق پر دې ویلو اړ شو چې ووايي: اسلام په ۱۴اګست ۱۹۴۷کال کې وزیږید!!

وروسته د مصر او د عربۍ نړۍ بې تاجه امپراتور جمال ناصر په کراچۍ کې وویل: زه نه غواړم چې اسلام په نړیوال سیاست کې وکاروم.  دا په ښکاره توګه د پاکستان دې هڅو ته متوجه وه، چې دوی په رسمي توګه  د پان اسلامیزم طرحه د هندوانو پرخلاف ولې استعمالول غواړي؟ په یاد دې وي چې جمال ناصر د جواهر لعل نهرو سره ګډ د ناپېیلو هیوادونو غورځنګ پرمخ اچولای و، او  د دواړو ترمنځ ښې شخصي اړیکې وې.

پر همدې مهال چې د پاکستان دې هڅو د ثمرې څه ګًل ونه نیوه نو د پاکستان لومړي وزیر حسین شهید سهروردي وویل: صفر جمع صفر مساوي صفر!!

له صفرونو نه یې مراد د اسلامي نړۍ هېوادونه ول، نو ځکه پاکستان په بل قدم کې د سیټو او سنټو بلاکونو ته ودانګل. هلته چې په غبرګون کې افغانستان له ډېرې ناچارۍ اړ شو چې د شوروی په لور مخه کړي.

پاکستان چې کله د افغانستان «د پښتنو پر سر لانجې» او د ډیورنډ کرښې پرخلاف د افغانستان د «پښتنوستان» د یوه ګرم سیاست سره مخ شو، نو ځان یې د هند او افغانستان ترمنځ یو «سینډویچ» وګاڼه او ستراتيژستانو یې له هماغه پیله له دې خبرې ووېرېدل چې هسې نه په ملا کې نری هېواد یې په یو وخت کې له دواړو سره په جګړه کې لتاړ نشي؟؟ د هندوستان ستراتيژستانو هم همدې باریکۍ ته پام و، او دوی په افغانستان کې د یو «ملګري افغانستان» په لټه کې شول، افغانستان د ملګرتوب لپاره چمتو و. دا نو بیا د هندوستان د ستراتيژيکې ژورتیا پيلامه وه.

هند او شوروی د خپلو ګټو له امله د افغانستان له دریځ څخه تر څه حده ملاتړ کاوه، او افغانستان هم له دغو دوو نوموړو هیوادونو سره ښې اړیکې لرلې. دا بیا د دې لامل شو چې پاکستان نور هم په شک کې واچوي. که څه هم افغانستان د پاکستان سره د پښتنوستان او د پښتنو په سر یوه اصولي او اخلاقي لانجه درلودله؛ خو بیا هم د پېل څخه افغانستان د پاکستان پرخلاف څه داسې دریځ نه و نیو چې د افغاني ارزښتونو پر مخ پيکه ښکاره شي.
مشهور امریکايي پوه سیلیګ هاریسن د ضیاء الحق سره د ده د سیاسي وژنې نه لږ مخکې یوه په زړه پورې مرکه کړې، چې ده پکې د پاکستان د ستراتيژیکې ژورتیا تګلاره په څرګندو ټکو کې روښانه کړې ده، ضیاء الحق په مرکه کې وویل:

« له تاسو [امریکایانو] سره [د شورویانو پرخلاف] د مرستې کولو له امله مونږ دا حق ګټلی و، چې په افغانستان کې د خپلې خوښې حکومت ولرو. مونږ [د شورویانو پر خلاف] په لومړي قطار کې د اودرېدلو خطرونه پر ځان منلي و او مونږ به هېڅمهال د پخوا په شان اجازه ورنکړو چې د هندي او روسي نفوذ تر لاندې دې هغوی[افغانان] زمونږ په خاوره باندې دعوې وکړي.»

د پاکستان د ستراتيژيکې ژورتیا تګلارې طراح جنرال میرزا اسلم بیګ، د پاکستاني پوځ پخوانی لوی درستیز، په ۲۵اګست ۱۹۸۸کال د ستراتيژيکې ژورتیا اصطلاح په لومړي ځل وکاروله، د دغې دوکتورین له رویه د پاکستان نظامي پرسونل او اساسې باید په افغانستان کې تیت کړل شي ترڅو د هندوانو له نفوذ او لاسوهنو څخه لرې وي؛ ځکه د پاکستان جغرافیه د دې اجازه نه ورکوي چې له هند سره اوږده جګړه وکړي نو لهذا په یوه داسې افغانستان کې چې له شوروی نه فارغ وي، د ستراتيژيکې ژورتیا لپاره زرینه موقع وګڼل شوه. د پاکستاني نظامیانو په اند په افغانستان کې به ستراتيژيکه ژورتیا دوی ته په جګړه کې د ځوابي غبرګون موقع ورکړي.

جنرال اسد دراني، چې د ۱۹۹۰کال نه تر ۱۹۹۲کال پورې د آی ایس آی مشر و، او د ستراتيژيکې ژورتیا طرحه کوونکی ګڼل کېږي، پخپل یو کالم کې د ستراتيژيکې ژورتیا په هکله کاږي چې ستراتيژيکه ژورتیا د هیواد په دننه او دباندې د هر چا حق او اړتیا ده؛ دی د ډېرو هیوادونو بیلګې وړاندې کوي چې پولینډ یې په یوکرائن کې لري، اسرائیل یې په امریکا کې. د «پنځمې صوبې[افغانستان]» په هکله دی زیاتوي چې له هغه سترو ځواکونو سره چې په سر کې یې ورته آرمانونه ول، څه ونه شول؟؟ نو لهاذا سم فکر لرونکی به داسې فکر ونکړي او په یقیني ډول به مشترکې پریکړې پر دې پرنسیپ نه وي چې افغانستان دې ونیول شي؛ خو که له ستراتيژيکې ژورتیا څخه دا مانا وي چې په افغانستان کې دې یو «دوست حکومت» نصب کړای شي نو بیا ولې نه!!

نوموړی جنرال غواړي چې خپلې ستراتيژيکې ژورتیا تګلاره په ساده جامه ونغاړي او ووايي چې مونږ خو څه ستاسو پر هیواد کنترول نه غواړو بلکې یوازې د خپلې خوښې یو ملګری حکومت! غواړو.

آیا د خپلې خوښې ملګری حکومت او پر هیواد د کنترول یوه مانا نه ده؟؟

آیا د یو خوښ ملګري حکومت او پر هېواد د کنترول یو ډوله پایلې نه راوځي؟؟

یو دوست حکومت نصب کول یوه مانا لري او د ګاونډیانو سره کړکیچونه کمول او اړیکې ښې کول بله مانا لري. جنرال صاحب دلته د خپلې خوښې خبره کوي نه د اړیکو ښه کولو.

لیکوال: احمد بلال خلیل، کالم: زما هم واورئ! – نن ټکی آسیا