خوست : د کمپاين عسکرو د لیسې زده کوونکی وژلی

نن ټکی اسیا ( شنبه، ۲۸ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د خوست ولایت په صبريوولسوالۍ کې د کمپاین عسکرو د زم زم خصوصي لیسې زده کوونکی وژلی.

د صبريو ولسوالۍ په نوري کلي کې د کمپاين عسکرو تېره ورځ سهار مهال چاپه اچولې وه ، د سيمي لسګونه اوسېدونکي يې بنديان کړي وو ، همدا راز يې د ولسي خلګو دوه فلاینګ کوچ او یو سراچه موټر سوځلي.

د پيښي عيني شاهدانو ويلي چې د کمپاين عسکرو د لیسې يو تن زده کوونکی په خپل کور کې لومړی په يو کوټه کې بندي کړی او وروسته يې په ډزو وژلی.

دوی وايي هغه مهال چې د کمپاين عسکر له کلي تلل د کور خلګو ته يې ويلي وو چې یو هلک په هغه کوټه کې بندي دی ، د کورنۍ د رسېدو په مهال زده کوونکي خپل ژوند له لاسه ورکړی و.

د عسکرو له لوري د وژل شوي زده کوونکي نوم رفیع الله ولد محمد نور ښودل شوی چې د صبريو ولسوالۍ د نوري کلي اوسېدونکی او د زم زم خصوصي لیسې زده کوونکی وو.

حکومتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي او نه يې هم د رفیع الله نومي زده کوونکي د وژلو لامل په ډاګه کړی.

په دې وروستيو کې د کمپاين د عسکرو له لوري د عامو ولسي وګړو وژل په خوست ، پکتيا او پکتیکا ولايتونو کې ډېر شوي چې د څو ورځو وړاندي خبرونه يې د لاندي لینکونو په مرسته کتلای شئ.

په خوست کې د وژل شویو ملکیانو انځورونه او نومونه

پکتیا کې د کمپاین عسکر د مدرسې یو ۱۹ کلن زده کونکی وژلی

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د