زلمي خلیلزاد هم افغان چارواکو ته د شورا جوړولو مشوره ورکړې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۸ سلواغې، ۱۳۹۶ل): په ملګرو ملتونو، عراق او افغانستان کې د امریکا پخواني سفیر زلمي خلیلزاد ویلي افغان چارواکو ته يې د ځينو مسائلو د حل په خاطر د شورا جوړولو مشوره ورکړې.

زلمي خلیلزاد ویلي، افغان چارواکي او سیاستوال باید خپل منځي اختلافات ګوښې ته کړي او د طالبانو پر وړاندې یو دريځ ولري.

هغه ویلي، ځينې کوچنۍ لوبې باید پرېښودل شي او د لویو مسائلو د حل لپاره باید یوه شورا جوړه کړي.

د هغه په وینا مهمه ده، چې سیاسي اختلافات یوې خوا ته شي او په وینا يې د طالبانو پر وړاندې واحد دریځ رامنځته شي.

زلمی خلیلزاد وروسته له هغه د شورا د جوړېدو خبره کوي، چې وړاندې تر دې ځینو سرچینو د امریکایانو له لوري د «قیادي شورا» په نامه د جوړولو خبرو ورکړ.

مسیر ورځپاڼې د یوې باورې سرچینې له قوله لیکلی و، چې امریکايي مهمو استازیو د تېر جهاد له ځينو مشرانو او اوسنیو سیاسي څېرو سره کتلي او ځينې يې د دې شورا پر جوړېدو قانع کړي دي.

د سرچينې په وینا امریکایان په پلان کې لري چې د دې شورا د غړو لپاره لوړ امتیازات وټاکي او په بدل کې يې دوی روان حکومت ته له ټاکنو پرته پنځه کاله د نور دوام مشروعیت ورکړي.

ویل کېږي د دې شورا د مشرۍ لپاره يې حامد کرزي ته وړاندیز کړی، خو هغه رد کړی او په ټاکنو يې ټينګار کړی دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د