افغانستان

اجراییه رییس: دومره امنیت خراب دی، چې تر ارګ د باندې یوه غونډه نه شو کولی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۸ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د حکومت نیم شریک او اجراییه رییس عبدالله عبدالله وايي امنیتي وضعیت تر دې اندازې خراب شوی چې له ارګه د باندې یوه غونډه نه شو جوړولی.

هغه چې نن د روسانو د ماتې د نهه ویشتمې کالیزې په مناسبت خبرې کولې وویل، حالات دومره ترینګلي شوي چې حکومتي چارواکي تر «شنې ساحې» د باندې نه شي وتلی.

اجراییه رییس وویل، فقر اوج ته رسېدلی او د خلکو لوړه کچه له بې کارۍ سر ټکوي.

هغه چې پخپله د حکومت نیم مسوول دی، بېرته پر حکومت غږ وکړ، چې د ستونزو لپاره مناسب ګامونه پورته کړي او لومړیتوبونه درک کړي.

اجراییه رییس تېره ورځ له خپل بل شریک محمد اشرف غني سره تازه د برېښنايي تذکرو پر وېش هم مخالفت ښوودلی دی.

عبدالله عبدالله وايي، تر څو چې ملي اجماع نه وي شوی او د ولس ټول وګړي د دې تذکرو وېش ونه غواړي باید وځنډول شي.

د سپېدار او ګلخانې ماڼۍ دا ناندرۍ لومړنۍ نه دي، خو له نږدې یو کلنې چوپتیا وروسته دا مخالفتونه بیا رسنیز شوي دي.

عبدالله عبدالله او محمد اشرف غني د امریکا د بهرنیو چارو د پخواني وزیر جان کېري په وړاندیز د امریکا د وخت د سفیر جیمز کنګهم او حامد کرزي په شاهدۍ د یو قرارداد له مخې د حکومت په شریکولو راضي شول.

تر دې وړاندې ولسمشر غني هم له سې بې ایس نیوز سره په خبرو کې ومنله، چې پلازمېنه محاصره ده، د بهرنیانو عمومي قومندان یادې سرچینې ته پخلی وکړ، چې د ځان د خوندیتوب په خاطر د ادارو تر منځ تر ځمکني تګ هوايي تګ راتګ ډېر ښه بولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x