fbpx
ارشیف

اویا ورځو کې د جنګي جرمونو تر یو میلیون ډېر شکایتونه ثبت شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۸ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د جرمونو نړیوالې محکمې د راپور له مخې په افغانستان کې د امریکايي جګړې د جرمونو د ثبت اندازه تر یو میلیون هم اوښتې ده.

دغه اداره وايي چې شاوخوا اویا ورځو کې يې په افغانستان کې د جنګي جرمونو د ثبتونې لړۍ دوامداره ساتلې وه، چې د شکایتونو کچه تر یو میلیون هم واوښته.

دغې ادارې چې د جنګي جرمونو او بشري سرغړونو د ثبت لپاره د تېر میلادي کال د نومبر په شلمه د ثبت لړۍ پیل کړه چې د روان میلادي کال د جنورۍ تر پایه يې دوام وکړ.

د جرمونو د نړیوالې محکمې «آی سي سي» د راپور پر اساس افغانستان په ۲۰۰۳ میلادي کال کې د دې محکمې غړیتوب واخیست او دوی هم د جرمونو او بشري سرغړونو د ثبت پیل له همدې کاله کړی دی.american-soldier-shooting-25024750

د راپور پر اساس افغانانو په اویا ورځو کې د ۲۰۰۳ میلادي کال د می له لومړۍ ورځې د ۲۰۱۸ د جنورۍ تر پایه د شویو جنایتونو شکایتونه ثبت کړي دي.

دا تر یو میلیون ډېر شکایتونو د تېرو څوارلسو کلونو اړوند دي، له قانوني اړخه دا اداره حق نه لري چې تر ۲۰۰۳ میلادي کال وړاندې د شویو جنایاتو څېړنه وکړي.

امریکا په ۲۰۰۱ میلادي کال کې د ناټو په ملاتړ پر افغانستان یرغل وکړ، چې ګارډين يې پر مجرمینو د محاکمې غږ کړی دی.

د بریتانیا ورځپاڼې ګارډين د جرمونو پر نړیوالې محکمې ټینګار کړی چې په افغانستان کې د شویو جنایاتو، جرمونو او بشري سرغړونو حساب باید له امریکایانو واخیستل شي.

د ورځپاڼې په باور له امریکایانو دې په افغانستان کې له زندانیانو سره د شوي وحشت پوښتنه هرو مرو وشي.

د دې محکمې لویې څارنوالې فاتو بنسوډا ټینګار کړی چې دوی به قانون پلی کوي او هیڅوک هم تر قانون لوړ نه دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د