نړۍ

مودي د هندوستان نوی صدر اعظم وټاکل شو

نن ټکی اسيا: د بهارتيا، جنتا پارټي بې جي پي ګوند غړي نريندر مودي د هندوستان د پنځلسم صدر اعظم په توګه لوړه وکړه.

د لوړې په دغو مراسمو کې د نړۍ د نورو مشرانو تر څنګ افغان ولسمشر حامد کرزي او پاکستاني صدر اعظم ميا نواز شريف هم ګډون وکړ.

د پاکستان په تاريخ کې دا لومړی وار دی، چې يو پاکستانی صدراعظم د خپل مخالف هيواد هندوستان کې د خپل سيال صدر اعظم د لوړې په مراسمو کې ګډون کوي.
د لوړې دغه مراسم د هندوستان ولسمشرۍ ماڼۍ “راشتړ پتهي بهون” تر سره شو، چې له څلور زرو زياتو کورنيو او بهرنيو ميلمنو پکې ګډون کړی و.

ويل کيږي نريندر مودي سخت دريځی هندو دی، چې له دې مخکې يې هند کې څو څو ځل د مسلمانانو پر خلاف د جګړو او تاوتريخوالي مشري پر غاړه وه او عملا هند کې د مسلمانانو د شتون او فعاليتونو مخالف دی.

د هند پارلماني ټاکنو کې هندي مسلمانانو د نريندر مودي مخالف کانګريس کانديد ته خپلې رايې ورکړې.

د يادونې وړ ده، چې مودي د خپلې لوړې د مراسمو پر مهال په خپلو خبرو کې و ويل، چې د خپلې کابينې حجم به وړوکی ساتي .
په دغه کابینه کې به شپږ ښځې وزيرانې هم وي.

هندي سرچينې وايي، چې دغو ښځو وزيرانو کې به د هند پخواني مفکر مولانا ابو الکلام ازاد لمسۍ نجمه همت الله هم وي.
نوموړې تر ۲۰۰۴ م کال پورې د کانګريس غړې وه او له هغې وروسته بي جي پي ګوند کې شامله شوې، چې اوس ورته د خپل ګوند لخوا يو وزارت هم منل شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x