Ayman Zawahiri

ظواهري د سیسي پر خلاف مصریان جهاد ته را وبلل او پر اخوان المسلمین یې نیوکه وکړه

نن ټکی اسیا ( شنبه، ۲۸ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د القاعده جهادي ډلې مشر دکتور ایمن الظواهري په یوه نوې غږیږ پيغام کې پر مصریانو غږ کړی چې په هیواد کې د سیسي د ظالمانه رژیم پر ضد په جهاد لاس پوري کړي او اخوان المسلمین یې تر سختي نیوکې لاندي نیولي دي.

نوموړي ویلي، اخوان المسلمین ددې پر ځای چې په مصر کې پر شرعي قانون ټینګار وکړي، د پخواني ولسمشر پر قانوني حاکمیت یې ټینګار دی او هغه هم په سوله او امن غواړي.

ظواهري وویل، د ۲۰۱۱ کال د جنوري ۲۵ پاڅون ځکه ضایع شو چې د اخوان المسلمین ناتجربه کاره قیادت را پورته شو، څوک چې تل په خپلو کې سره په اختلاف کې وه خو په یوه خوله یې د جهاد پر ضد موقف نیوی او ټول هغه تنظیمونه یې تجریمول چې د عربي نظامونو پر خلاف د غږ اوچتولو او مقاومت غږ اوچتوي.

نوموړي ټینګار وکړ چې د اخوان المسلمین مشرانو خپل ولس ته دوکه ورکړه، دوی د عربي اوسني نظامونو سره په تفاهم د مصري ولس لوی پاڅون ضایع کړ، «دوی له شریعته تېر شوه او ټوله غوښتنه یې اوس د دکتور مرسي بیرته راتګ او قانوني حیثیت دی»، او زیاته یې کړه چې اوس هم ډیری اخوانیان حتی د دکتور مرسي د بیا راتګ تر غوښتنې تېر شوي دي.

نوموړي پر مصري ولس ټینګار وکړ چې د شریعت غوښتنه وکړي او د جنرال سیسي پر ضد وسله اوچته کړي.

د نوموړي غږیږ پيغام د القاعده ډلې اړوند ټیلیګرام چینل کې خپور شوی.

هغه ویلي: «زه ټولو ته بلنه ورکوم چې په مصر کې د مرتد، فاسد او مجرم نظام پر ضد په وسله، بیان، نفس، مال، وینا سره جهاد ته ادامه ورکړي، مظاهرات وکړي، بریدونه وکړي او کاربندیزونه اعلان کړي».

باید وویل شي چې په مصر کې د نویو انتخاباتو لپاره چمتوالی نیول کیږي په کوم کې چې به یوازي دوه کاندیدان ګډون کوي، د جنرال سیسي پر خلاف داسي یو کس درېدلی چې خپله د هغه د لاس آله بلل کیږي او کمزوری شخصیت دی.

نوموړي هغه ټول کاندیدان یا بندیان کړل او یا یې له کاندیدتوب څخه خواتوري کړل چې د نوموړي پر خلاف په انتخاباتو کې قوي مخالف بلل کیدای شوه.

1
تبصره وکړئ

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

زه مصر کی د الظواهری توصیه په ځای مګر ناوخته ګڼم دا یی باید له هماغه اوله ویلی وی که ډیرو نه وی منلی لږو خو به منلی وی او دهغو لږو د کړنو کمیت او کیفیت به اوس دومره موثریت تر لاسه کړی وی چه د السیسی په شان دوه دری نور یهودان به یی هم لیری کړی وی . وایی ماهی چه هر وخت له اوبو راوباسی تازه وی . اوس یی هم ښه کار کړی که همدا اوس د مصر مسلمانان د الظواهری توصیه ومنی بیا به د مصر سیاسی قدرت تر لاسه او الهی نظام به… نور لوستل »