څلور سعودي عسکر وژل شوي دي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۸ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د سعودي رسنیو د راپورونو سره سم ددغه هیواد څلور عسکر د حوثیانو سره په مخامخ جګړو او د ډزو په تبادله کې وژل شوي دي.

د حوثیانو خبري سرچینو ویلي چې ددوی جنګیالیو د سعودي ځواکونو سره پر حدودو هغه مهال کلکه جګړه وکړه کله چې هغوی غوښتل د نجران په یوه غره کې د یمن پر لوري پرمختګ وکړي، چې په وینا یې په لسګونو عسکر مړه او ژوبل شول.

بل خوا د سعودي رسنیو د څلورو عسکرو وژنه منلې او ویلي يې دي چې د سعودي پوځي الوتکو پر هغو سیمو بمباري وکړه له کومه ځایه چې ددوی پر ځواکونو ډزې وشوې، چې له امله یې مقابل اړخ ته درنه مرګ ژوبله ورسیده.