په سعودي کې د ورقو لوبه جایز نه، بلکې دولتي شوه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۸ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د ورقو لوبه چې په خلیجي هیوادونو کې د ځوانانو د مجالسو او وخت تیرولو لوبه بلل کیږي، او د وخت د ضایع کولو او نورو تاوانونو لرلو له وجې د سعودي علماو حرامه بللې وه، د سعودي حکومت نه یوازي جواز ورکړ بلکې په دولتي کچه یې ورته یوه سیالي اعلان کړه چې په کښي ګډونوالو ته به لویې جایزې ورکول کیږي.

د سعودي د ورزش عمومي ریاست اعلان کړی چې هر کال د څلورم اپریل او اتم اپریل تر منځ به د ځوانانو تر منځ د ورقو سیالي تر سره کیږي، او ګډونوالو ته به یې غټې جایزې ورکول کیږي، چې په هغو کې به پر لومړي نمبر راتلونکي ته پنځه لکه ریاله، دوهم ته دوه نیم لکه، دریم ته یو نیم لکه ریاله او حتی څلورم ته یو لک ریاله ورکول کیږي.

باید وویل شي چې دغه لوبه ددې تر مخه د سعودي علماو حرامه بللې وه او تر اوسه یې د جواز رسمي فتوا نه ده صادره شوې.

د دغه سیالیو د اعلان وروسته ځینو خلکو پر سعودي کلکې نیوکې کړي او دا یې د دولت له لوري د حرامو حلالول بللي دي، ځکه چې په وینا یې د ورقو لوبه د قمار پر لور لومړی قدم دی، چې په اسلامي شریعت کې مطلق حرام دی، سربېره پر دې چې د ځوانانو وخت ور ضایع کوي، د ملګرو تر منځ د ښکنځلو او دښمنیو سبب ګرځي او بېله وخت ضایع کولو بله هیڅ ګټه نه لري.