نظــر

جاجو او خبریالان!

کله چې په فیسبوک او نورو رسنیوکې د کندهار د اتمې حوزې د امر عبدالودود سرحدي چې په جاجو مشهور و اړوند، ګنګوسې راپورته شوې او د ـ مینه انتظارـ په نامه يوې شاعرې يې د ناوړه چلند اړوند فیسبوکي تبلیغات پیل کړل، نو په پیل کې نظرونه بېلابېل و، چا مینه انتظار یو مستعار نوم ګاڼه، چا د آی اس آی مزدوره ګڼله او چا بیا د عبدالرحیم ایوبي وسیله ګڼله، چې ګواکې جنرال رازق پرې له واکه لرې کوي.

کندهار کې لا  اوس هم ځينې په قبیلویت کې نږدې د عربود جهالت وخت ته پاتې کېږي (بلا تشبه)؛ هغوی لا اوس هم په کورنۍ نازېږي او په کورنیو پکې واک ویشل شوی دی. جاجو د عبدالرازق چې د اربکیانو عمومي قوماندان دی، ښی لاس ګڼل کېده. مینې انتظار په خپله همدې پولیسانو ته شعرونه ويلي دي، او د هغې خپل وروڼه په همدې دنده بوخت و، چې وروسته يې د دې په خبره دندې پرېښودې، او دې هم ښکاره وویل، چې دا دنده دې د جاجو غوندې (بې ناموسه) ته پاتې وي. په هر صورت، ممکن د هغې خبرې دومره قوي ثبوت ونه ګڼل شي، ځکه هغه احساساتي وه، هغې د غچ تمه لرله او ځورېدله وه، ځکه خو يې ممکن قضاوت هم له یادو اندېښنو خالي نه وي. مګر د دې خبرو پرون عملي جامه واغوسته او ډېرو پوښتنو ته ځوابونه پیدا شول: ولې سیمه ایز چارواکي د دې قضيې اړوند غلي وو؟ ولې خبریالانو داپېښه منعکسه کړه؟ ولې د مينې پېغورونو خبریالان ونه ښورول؟ ولې د مینې غوښتنې خبریالانو بابېزه وګڼلې؟ ولې په کندهار کې د جاجو دوحشت اړوند چا شاهدي نه شوای ورکولای؟ دا ټولې پوښتنې پرون هغه وخت ځواب شوې، چې کله فدايي مجاهد حبیب الرحمن خپل هډوکي وشیندل او جاجو يې د مرګ په بستر ټوک ټوک وغځاوه؛ له دې پېښې لږ وروسته ټپی شوی جاجو میرویس روغتون ته ولېږدول شو او ترشا بیا د ضمیر پلورو خبریالانو کتارپسې جوړ شو، چې د خپل بادار وروستی وصیت واوري، مګر کله چې د روغتون دروازې ته رسېږي، نود بېنوا له خولې:

«په سيمه کې ولاړو پوليسو او د ميرويس روغتون نوکريوال ډاکتر خبريالانو ته سپکي سپوري ويلي دي او همدا راز د پېښي په ځاى کې پوليسو د خپلو کلاشنکوفونو شپيلۍ د خبريالانو پر خوا ور اړولي او په مرګ يې ګواښلي دي.» په دې سره پوره قضیه روښانه شوه، چې اصلاً کیسه څه وه؟ او جاجو رښتیا هم په کندهار کې څنګه څوک و؟ او خبریالانو ولې د هغه اړوند راپور نه شوای جوړولای، د کندهار یو خبریال صدیق الله افغان په خپله فیسبوک پاڼه کې ښکاره په خپله بې وسۍ اعتراف کوي او وايی چې که د دولت د بدو کړنو راپورو نه خپاره کړو، نو دولت موږ ګواښي، دا د ټولو هغو شکونو او پوښتنو ډاډمن ځواب دی، چې د مینې په قضیه کې ولې خبریالان چوپ وو؟ بېنوا وړاندې د ضميرپلورنې د سوداګرۍ بدبخته ورځ داسې انځوروي: «د پېښي ځاى ته ورغلي دري تنه خبريالان وه چې يو يې د(AP)نړيوال اژانس کامره مين علاوالدين، د شينهوا نړيوال خبري اژانس خبريال عبدالمنان ارغند او د پژواک خبري اژانس خبريال صديق الله عليزى وو. ددي پېښي سره هم مهاله د کندهار ميرويس روغتون يو تن نوکريوال بيا د ټليفوني کرښي پر مهال د شمشاد ټلويزون خبريال احمد لودين ته د معلوماتو نه ورکولو سره سره ښکنځل کړي دي.» دا د جاجو د لارویانو اخلاق دي، له دې مالومېږي چې جاجو نو سم شی و! د جاجو په څېر ډېر د هېواد په بېلابېلو ولایاتو کې د افغان ولس په ناموس لوټونه بوخت دي، ښايي د مينې انتظار وروڼو هم داسې څه کړي وي، چې خور يې په ورته برخلیک اخته شوه. د هېواد په ګوټ ګوټ کې له پولیسو، ارود او اربکیانو نږدې زرګونه شکایتونه په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي دي، چې نړیوالو او هېودانۍ رسنیو ملنډې بللې دي، ځکه دوی دخپل بادار اړوند بد څه نه شي اورېدلای. دا همغه جاجو و، چې په کندهار کې يې خبریالان د عبدالرازق پټکو غلي کړي وو، دا هماغه جاجو و، چې د ده درضایت په خاطر بې ضمیره خبریالانو د حق یوه کلمه نه شوای ویلای، دوی خپل بادار خوشال ساته، خو نن دخپل بادار د پوښتنې په خاطر سپک او آن د ټوپک د شپېلۍ د نیولو شول. د ژورنالیزم سپېڅلې لاره چې د شخصیتونو او قدرتونو تر پښو لاندې شي، نو بیا د ورسره ژورنالیست هم په یوه بوټ پاک بدلېږي، بیا نو قدرت وال دې ته نه ګوري، چې لاندې د ژورنالیست په ضمیر روان یم ، که په ډېران! خبریالان باید له خپل دې برخلیک نه عبرت واخلي، که څه هم د جاجو نجس جسد په دې نه ارزېده چې ګلاب حبیب الرحمان دې پر توکړه توکړه شي، خو همدې ټولنیزو رسنیو هغه دومره لوی او دومره وحشي معرفي کړ، لکه څنګه چې هغه فکر کاوه او څومره چې بې ضمیره خبریالانو پټ ساتلی و. همدې تبلیغاتو دومره تاثیر وکړ، چې آن دیو نفر لپاره هغه هم دیوې حوزې د امر لپاره یو فدايي خپل غوښې وشیندلې، نو خدای مهربان دی چې د عبدالرازق تر قتل وړاندې به د خیبر د فتحو په ډګر کې د ژورنالیزم په نامه د پوچو تبلیغاتو کنډواله کلا فتح شي. ان شاء الله.

ډاکټر عطاء محمد رحيمي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x