د روسيې دفاع وزارت په سوريه کې خپل پوځيان د ځيرکو مبايلونو له کارولو منعه کړي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۸ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د روسيې دفاع وزارت سرچينو ويلي، چې په سوريې کې يې خپلو پوځيانو ته امر کړی، چې د ځیرکو مبایلونو له کارولو ډډه وکړي.

روسي رسنيو د دفاع وزارت د چارواکو له خولې ويلي، چې د ځیرکو ټيليفونونو د نه کارولو امر په سوريې کې ټولو پوځيانو ته شامل دی، هغه که په پوځي چارو کې کار کوي او که د کورنيو چارو وزارت په چوکاټ کې.

سرچينې دا هم ويلي، چې دا پرېکړه نوې نه ده، بلکې د روسيې دفاع وزارت له تېرې اوږدې مودې راهيسې خپل پوځيان د ځیرکو مبايلونو سربېره د فيسبوک په ګډون د ټولنيزو شبکو له کارولو هم منعه کړي دي.

د روسي رسنيو په وينا دفاع وزرات به په راتلونکو لنډو ورځو کې بل قانون هم خپور کړي، چې روسي پوځيان دې په ټولنيزو رسنيو کې د خپلو پوځي دندو پر مهال خپل انځورونه او ويډيوګانې نه خپروي.

واشنګټن پوسټ امریکايي ورځپاڼې هم په دې موضوع ليکلي، چې د روسي پوځيانو سربېره امریکا هم په سوريې کې خپلو پوځيانو ته امر کړی، چې د خپلو حرکتونو،کړو وړو او نورو چارو په اړه په رسنيو کې له خپرونو او د انځورونو خپرولو ډډه وکړي.

د روسيې «ار ټي» ورځپاڼې ليکلي، چې ځیرک ټيليفونونو په سوريې او عراق کې د امریکايي پوځيانو ګڼ شمېر رازونه بربنډ کړی دي.