د ګډ حکومت مشران

حامد کرزی: افغانستان تر دې اندازې بېچاره شوی، چې امریکا ته غږ نه شي کولی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۸ سلواغې، ۱۳۹۶ل): پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي افغانستان تر دې اندزې کوچنی او بېچاره شوی دی چې امریکا ته د خپلسرو اقداماتو د درولو غږ هم نه شي کولی.

سپتونیک د واشنګټن پوسټ په حواله وايي چې حامد کرزي له دې سرچینې سره په خبرو کې پر امریکا غږ کړی چې له افغانانو سره د دوکې هڅه ونه کړي.

حامد کرزي ويلي سپینه ماڼۍ باید افغانستان ته د يو هېواد په توګه په احترام قایله شي.

پخواني ولسمشر دا منلې چې امریکایان دلته د خپلو سیالانو د څار لپاره پراته دي او په وینا يې افغانستان هم ورسره د دوی اډې قبولې کړې خو باید د دوکي هڅه ونه کړي.

هغه نه ده په ډاګه کړې چې د امریکایانو له لوري د کومې دوکې اندېښنه لري، خو ځينو سرچينو د امریکایانو هغه پلان افشا کړی چې حامد کرزي ته يې د قیادي شورا د مشرۍ وړاندیز کړی و.

Karzai-ddd

پخوانی ولسمشر حامد کرزی؛ چې امريکایانو واک ته ورساوه، له واکه وروسته د امریکايي سیاست منتقد پاتې شوی

د مسیر ورځپاڼې په باور امریکایان د دې شورا د غړو لپاره لوړ امتیازات مني چې دوی به يې په بدل کې ورته د همدې حکومت بې له ټاکنو پنځه کاله نور د مشروعیت سینه ډبوي.

حامد کرزي اندېښنه ښکاره کړه چې ګڼ افغانان له خپلې تیاره راتلونکې په وېره کې دي، هغه یو ځل بیا د لويې جرګې پر راغوښتلو ټینګار کړی.

د کرزي په وینا امریکایان د لویې جرګې په راوغوښتو له دې وېرېږي چې پر دوی به د وتلو غږ وکړي او د ده بېرته راتګ به وغواړي، خو په وینا يې «زه بیا نه راځم.»

دا په داسې حال کې دی چې له ولسمشر غني وروسته تازه اجراییه رییس هم ومنله، چې له ارګه د باندې د یوې غونډې جوړولو زړه هم نه شي کولی او امنیتي وضعیت تر بل هر وخت ترینګلی دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د