
الماني استخبارات: طالبان د کابل په زړه کې هر ځای د برید وس لري
نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۸ سلواغې، ۱۳۹۶ل): الماني استخباراتو په افغانستان کې د بهرنیانو او افغان ځواکونو پر کمزورۍ تبصره کړې او د خپلو ځواکونو لپاره يې دا هېواد خطرناک بللی دی.
المانۍ ورځپاڼې شپېګل د المان د بهرنیو استخبارتو د مشر له خولې وايي، چې د افغانستان اوسنی وضعیت د دوی د ځواکونو او پوځي مرکزونو لپاره خطرناک دی.
برونوکال، وايي لا هم د افغانستان په امنیتي وضعیت کې کوم بدلون نه دی راغلی او په وینا يې دلته د بریالیتوب دعوه کول سخته ده.
هغه وايي دا تاریخ ثابته کړې چې د افغانستان په غرونو کې انګریزانو او روسانو یوازې خپل هډونه پرېيښي.
د المان استخبارات، چې ځواکونه يې د هېواد په شمال کې مېشت دي، وروسته له هغه د افغانستان د حالاتو په اړه اندېښنه ښيي چې تر دې وړاندې د امریکا استخباراتو هم ورته وېره ښکاره کړه.
تېره اوونۍ سې آی اې، د امریکا کانګریس ته پخپل راپور کې په ډاګه کړې وه، چې د افغانستان وضعیت لا په خرابېدو دی او دا هغه څه و، چې امریکايي چارواکو يې د اورېدو هیله نه درلوده.
تازه له ولسمشر غني وروسته اجراییه رییس هم ومنله چې ان په پلازمېنه کې د ارام سا نه شي اخیستلی.
اجراییه رییس عبدالله عبدالله نن په یوه غونډه کې وویل، امنیتي وضعیت تر دې اندازې خراب شوی، چې له ارګه د باندې یوه غونډه هم نه شو کولی.