نړۍ

پښتونخوا: سوات سيند ته د لارۍ پريوتو له امله د يوې کورنۍ ۲۳ کسانو ته مرګ ژوبله واوښته

نن ټکی اسيا: د خيبر پښتونخوا سوات ولسوالۍ کالام سيمه کې يوه لارۍ د سوات سيند ته پريوتې او د يوې کورنۍ شپاړس تنه پکې مړه شوي او اووه نور ټپيان دي.

د سوات پوليس وايي، چې يوه کورنۍ له مينګورې د کالام پر لور روانه وه، چې د شپې درې بجې پشمال سيمې سره د سوات سيند ته پريوته او لږ تره شپاړس کسان پکې مړه او اووه نور ټپيان دي.
د پوليسو له قوله په مړو کې لس ماشومان، پنځه ښځې او يو سړی دی.

پوليس زياتوي، چې ځينې کسان لا ورک دي او مرستندويه ډلو يې پلټنې پيل کړي دي.
د نوموړې کورنۍ هويت تر اوسه نه دی روښانه شوی.

د يادونې وړ ده، چې خيبرپښتونخوا اوسيدونکو په ګډون ډېری افغان کډوال هر اوړی د سوات يخې سيمې ته سره له خپلې کورنۍ ځي او چې اوړی تېر شي بېرته خپلو سيمو ته راځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x