امریکايي استخبارات د چیني موبایل «هواوي» څخه په وېره کې دي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۸ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د امریکاې د استخباراتي شبکو شپږو جګپوړو چارواکو او مدیرانو امریکايي ولس ته ویلي چې د چیني شرکتونو جوړ شویو موبایلونو «هواوي» او «ZTE» د موبایلونو د استخدام څخه ډډه وکړي.

د سي ان بي سي خبري تلویزون د راپور سره سم د امریکا د استخباراتي شبکو شپږو مدیرانو په کانګریس کې د استخباراتي کمیسون سره په ګډه ناسته کې دغه ویره څرګنده کړه او ویلي يې دي چې دواړه شرکتونه د چیني حکومت سره ټینګ ارتباط لري، ځکه نو داسي اندېښنې شته چې هغوی یې د معلوماتو ټولولو او جاسوسي لپاره وکاروي.

ویل کیږي چې په دغه ناسته کې ایف بي آی، مرکزي استخبارات، ملي امنیت او ملي استخباراتو مدیرانو ګډون کړی وو.

د خپلې وینا پر مهال د اتحادي تحقیقاتو مدیر «کریس رای» ویلي چې حکومت یې په دې اړه سخت اندېښمن دی، باید چې داسي شبکو او شرکتونو ته اجازه ورنه کړل شي چې زمونږ په ټولنه کې ځای ومومي، کوم چې د بهرنیو هیوادونو تر مستقیم تاثیر لاندي وي.

او زیاته یې کړه، داسي یو کار کولای شي چې د امریکايي ولس او بانفوذه شخصیتونو معلومات غلا او یا رد او بدل کړي او همداسي د جاسوسي لپاره مهمه وسیله بلل کیږي.

د الجزیرې د راپور سره سم د امریکايي استخباراتي شبکو دغه وېره نوې نه ده، بلکې له ډیره وخته د هواوي شرکت پر ضد باندي ورته ګواښونه کیږي او ځیني امریکايي سیاسیین «هواوي شرکت» د چین سترګي او غوږونه بولي.
دوی وايي چې د هواوي شرکت موسس د چین د پوځ پخوانی اینجینر دی.

راپور زیاتوي چې د امریکايي استخباراتو، حکومت او سیاسیینو له همدې ویرې له وجي د «هواوي» شرکت په امریکايي بازار کې ځانته ځای نشي موندلای.

هواوي شرکت په دې وروستیو کې د سمسونګ وروسته د زیاتو موبایلونو په جوړولو کې ایپل شرکت تر شا پرې ایښی او موبایلونه یې په نړیواله کچه ځانته بازار موندلی دی.

د کتونکو په باور د امریکايي استخباراتي ادارو له لوري د هواوي شرکت څخه وېره او اندېښنه څرګندوي چې دوی هم د ایپل او نورو امریکایانو شرکتونو په واسطه ورته کارونه کوي.

د راپور سره سم تېره میاشت هواوي شرکت غوښتل چې د امریکايي اتصالاتي شبکې «ITANDT» په واسطه غوښتل چې خپل نوی موبایل «میټ ۱۰ پرو» امریکایي بازار ته وړاندي کړي، خو په وروستیو شېبو کې امریکايي شرکت پر شا شو او تړون یې لغوه کړ، چې د هواوي شرکت په وینا د سیاسي فشار له امله دا کار شوی.

سرچینه: الجزیره

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د