fbpx

حکمتيار یو ځل بیا خپله جګړه «اشتباه» وبللــه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۸ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د حزب اسلامي مشر انجینر ګلبدین حکمتیار د روسانو د ماتې د نهه ویشتمې کالیزې په مناسبت غونډه کې یو ځل بیا خپله جګړه اشتباه وبلله.

هغه چې د روسان پر ضد جهاد يې خپل ویاړ ګاڼه؛ د امریکایانو پر وړاندې جګړه يې یوه اشتباه وبلله.

حکمتیار پر طالبانو غږ وکړ، چې دی د یو جنګیالي په توګه د جګړې تجربه لري او پر دې اعتراف کوي چې روانه جګړه ګټونکی نه لري.

حکمتیار چې کله کله د طالبانو او حکومت تر منځ د وساطت غږ هم پورته کوي، طالبانو ته په خطاب کې وویل، چې د دوی په څېر دې «د سولې له پروسې سره یو ځای شی.»

هغه چې د تل په څېر يې په روان وضعیت کې د امریکایي پوځیانو او په تېره بیا د امریکا د نوې ستراتېژۍ په تړاو خوله چوپه وه؛ افغان حکومت يې له نیمګړتیاوو ډک وباله.

حکمتیار وویل سره له دې چې دی له حکومته د باندې دی، خو حکومت يې خپل کار ته پرېيښي، خو د حکومت په منځ کې داسې خلک شته چې د ده په وینا حکومت کار ته نه پرېږدي.

نوموړي د راتګ په لومړیو کې هم د امریکایانو پر وړاندې مقاومت اشتباه وبلله او بښنه يې وغوښته.

دغه د تېر جهاد مخوره څېره د روان لمریز کال په لومړیو کې کابل ته راغی او کله کله په ځینو مناسبتونو کې خپلې خبرې کوي.

avatar
4 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
نورالدین
میلمه
نورالدین

دیی پہ ځان نہ پوھیږ‎ی دروسانو خلاف جګړ‎ہ یی ھم اشتباہ وہ ولی چی د(الله جل جلاله) دپارہ نہ وہ -شرمیدلی

احمد
میلمه
احمد

له شک وتلی خبره ده چی ګلبدین لیونی شوی آپلتی وایی له کومی ورځی چه ده دکابل سره خبری پیل کړی بیا تر ننه دی څه څه نه وایی چور لیونی ده د بوری زوی کور دی وران شه د بیانزی صاحب خبره تصدیق ده که په سړیو کی دی هم نور شمار کړم

درانی@#
میلمه
درانی@#

گلبدین تعلیم یافته سری دی دا سنگه داسی خبره وکری و دروغ وایی بدبختانه زمونگ رهبرانو همیشه مونگ زوانانوته و دروغ او غلطی کری وای خدای چرته لار شو.

غازي
میلمه
غازي

مجبوره دئ

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

ګلبدین سره د پوهی ( له لیونتوب غیره ) اپلتی وایی یعنی روغ لیونی دی هغه د حرص په بحرونو کی لاهو شوی یو ځل چه د حرص په دریابونو کی لاهو شوی علم او پوهه ګټه نه لری فرعون سره د پوهی یعنی د حرص له امله د خدای دعوی لرله ځان به یی د شبی ځوړندالو الله ج ته به یی منتونه او زاری کولی یا الله ج ما اوس ستا نوم په ځان ایښی خلکو ته می مه شرموه هر څه چه په اخرت راسره کړی کوه مګر په دی دنیا می مه شرموه تر هغی چه… نور لوستل »